د بلخ ولایت په شولګره او دهدادي ولسوالیو کې له ننداریزو کروندو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
Thu, Sep 11 2025 11:18 AM
د بلخ ولایت په شولګره او دهدادي ولسوالیو کې له ننداریزو کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو او صنعتي بوټو رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین او ورسره مل پلاوي، د موسسو سره د کرنیزو تخمونو د همغږۍ عمومي مدیر سردار محمد قانون مل او د بلخ ولایت د کرنې ریاست د ترویج عمومي مدیر محمد حسین خان په ملتیا، د شولګرې او دهدادي ولسوالیو اړوند د بزګرانو له بېلابېلو ننداریزو کروندو څخه لیدنه وکړه.
یادې ننداریزې کروندې د جوارو، شولو، مۍ، پنبې او سویا بینو په ګډون، صنعتي او تېلې بوټي دي، چې په یوه ـ یوه جریب ځمکه کې د کتار په بڼه کرل شوې وې.
د مسلکي ارزونو له مخې، د دغو ننداریزو کروندو نباتي وده د دودیزې کرنې په پرتله غوره بلل شوې ده او تمه ده چې حاصلات یې هم زیات شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS