د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د ترکیې د ادیرنې ولایت له والي سره وکتل

user-admin
Sat, Sep 06 2025 8:36 AM
د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د ترکیې د ادیرنې ولایت له والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ادیرنې ولایت والي سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې کتنه کې د ادیرنه والي د افغانستان د پلاوي له راتګ څخه د هرکلۍ اوخوښۍ ترڅنګ، د کرنې او علمي څېړنو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراخېدو  ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې، د ادیرنه سیمه‌ییزه اداره له افغانستان سره په تخنیکي برخو او د تجربو د تبادلې په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو ده.
 د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني  هم په دې لیدنه کې د ترکیې له همکاریو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه همکارۍ به لا زیاتې پراخې شي او د دواړو هېوادونو اړیکې به د کرنیز پرمختګ په برخه کې نوره پیاوړتیا ومومي.
یاده لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي له دې وړاندې د ترکیې د کرنیزو ماشینریو او شرکتونو څخه هم لیدنه کړې وه.

دیدار هیئت وزارت زراعت افغانستان با والی ادیرنه ترکیه
۱۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری در جریان سفر به کشور ترکیه ، با والی ادیرنه ترکیه دیدار و گفتگو نمود.
در این ملاقات، والی ادیرنه ضمن ابراز خرسندی از حضور هیئت افغانستان، بر گسترش همکاری‌های مشترک در عرصه زراعت و تحقیقات علمی تأکید کرد و اطمینان داد که اداره محلی ادیرنه آماده همکاری همه‌جانبه با افغانستان در زمینه‌های تخنیکی و تبادل تجارب می‌باشد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت‌آبیاری و مالداری افغانستان نیز در این دیدار از همکاری‌های ترکیه به‌ویژه در بخش زراعت قدردانی نموده و ابراز امیدواری کرد که این همکاری‌ها بیش از پیش گسترش یافته و به تقویت روابط دو کشور در عرصه توسعه زراعتی منجر شود.
این دیدار  در حالی انجام می شود هیئت وزارت زراعت افغانستان  پیش از این از ماشینری و شرکت‌های زراعتی کشور ترکیه نیز بازدید کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS