پکتیا کې د اوبولګولو د دوو پروژو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, Aug 12 2025 1:10 PM
پکتیا کې د اوبولګولو د دوو پروژو رغنیزې چارې پیل شوې

۲۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز په حبیب کلا او دغه راز د احمدابا وسوالی د سلام خېلو په کلي کې د اوبولګولو د دوو سیفونونو او کانالونو رغنیزې چارې د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
په دغو مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر مولوي رفیع الله، د کرنې متخصص انجینر سید حسن تکل، د طبیعي سرچینو د انجینري برخې مسؤل انجینر سجاد، د افغانستان لپاره د ناروي کمیټې مسئولین، د سیمې مشران او بزګران ګډون کړی و.
د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال مولوي رفیع الله د سلام خېلو او حبیب کلا اوسېدونکو ته د پروژې د پیل مبارکي ورکړه او ویې ویل: «د سلام خېلو سفون او کانال ۱۹ متره اوږدوالی، ۶۰ سانتي متره پلنوالی او ۸۰ سانتي متره لوړوالی لري، او د حبیب کلا سیفون او کانال ۱۵ متره اوږدوالی، ۶۰ سانتي متره پلنوالی او ۸۰ سانتي متره لوړوالی لري.»
ښاغلي رفیع الله زیاته کړه: «بزګران د هېواد آبادوونکي دي او موږ هڅه کوو چې د هغوی د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړینې او ګټورې پروژې پلي کړو.»
یادې دواړه پروژې د افغانستان لپاره د ناروي کمیټې له خوا د اروپايي ټولنې په تمویل جوړېږي. د دې پروژو په بشپړېدو سره به ۵۰ سلنه د اوبو ضایعاتو مخنیوی وشي، شاوخوا ۱۱۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي، او د سیمې ۱۰۰۰ کورنۍ به ترې مستقیمه ګټه واخلي.
د احمد ابا ولسوالۍ او مرکز ګردیز اوسېدونکو د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه مننه وکړه، چې د کرنې د پراختیا او د بزګرانو د ژوند د ښه والي په برخه کې په سیمه کې ګټورې پروژې پلي کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS