تورخم کې له پاکستان څخه راوړل کېدونکي ۱۵ ټنه په ناروغۍ ککړ لیمو بېرته واستول شول

mail-admin
Sun, Aug 10 2025 3:52 PM
تورخم کې له پاکستان څخه راوړل کېدونکي ۱۵ ټنه په ناروغۍ ککړ لیمو بېرته واستول شول

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د تورخم بندر مسوولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۵ ټنه بې‌کیفیته لیمو د واردېدو مخنیوی کړی دی.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې دغه لیمو خراب، بې‌کیفیته او د استفادې وړ نه وو.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن له سوداګرو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د اصولو سره سم هېواد ته باکیفیته او صحي سابه او مېوې وارد کړي، څو د خلکو روغتیا له هر ډول خطر څخه خوندي پاتې شي.
تر دې وړاندې هم څو وار تورخم کې بې‌کیفیته دغه ډول توکي د یاد ریاست له لوري بېرته پاکستان ته مسترد شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS