ننګرهار کې لسګونو کسانو ته د ځنګلو او څړځایو د ساتنې په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
Thu, Jul 31 2025 11:42 AM

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او افغانستان لپاره د هالینډ کمېټي په تخنیکي او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ څلورو ولسوالیو کې ۴۲ تنو ته د ځنګلو او څړځایونو ارزښت او ساتني په موخه روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل: «د هالینډ کمېټې په مرسته د دره نور، سره رود، خوږیاڼو او کوزکونړ ولسوالیو د ترویج، ځنګلاتو مدیرانو، قومي مخورو او میرابانو ته یورځنۍ روزنه ورکړل شوه».
ښاغلي محسن وویل، چې ددې روزنې موخه د ځنګلونو او څړځایونو ساتنه، پالنه او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا ده.
دغه راز یادو کسانو ته د ځنګلونو، څړځایونو پر ارزښت، ساتنې، اوبو ښه مدیریت، ضایعاتو مخنیوی، د څارویو لپاره د څړځایونو بیا رغولو او نورو اړونده برخو کې روزنه ورکړل شوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS