د ننګرهار کامه کې ۹۱ جریبه ځمکه د ازادې داوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه.

mail-admin
Sun, Jun 29 2025 10:18 AM
د ننګرهار کامه کې ۹۱ جریبه ځمکه د ازادې داوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه.

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د کامي ولسوالی صفدر بازدید خېلو کلي کې ۹۱ جریبه او څلور بسوي ځمکه دننګرهار د کرنې رییس او ګډ پلاوی په حضور کې په اجاره ورکړل شوه.
په داوطلبۍ کې د اتو کرنیزو او مالدارۍ شرکتونو مالکینو ګډون کړي وو، چې د محمد امین طلحه کرنیز او مالدارۍ شرکت د مسؤلینو نرخ تر نورو لوړ او د ګډ پلاوي له لورې ګټونکي اعلان شو.
د محمد امین طلحه کرنیز او مالدارۍ شرکت مسؤلینو یاده ځمکه د کال په ۲۰ زره افغانۍ د بڼوالۍ او نورو کرنیزو چارو ترسره کولو په موخه په اجاره ونیولو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ګټوونکي شرکت ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او اجارو د قانون مطابق د اصولي اجرااتو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS