بخارا ته د کرنې وزیر سفر او له ازبکستان سره د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار

mail-admin
Thu, Apr 17 2025 9:13 AM
بخارا ته د کرنې وزیر سفر او له ازبکستان سره د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار

۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطآءالله عمري، د یوې رسمي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان هېواد بخارا ښار ته سفر وکړ او هلته یې د بخارا له والي او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو سره ولیدل او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې، د کرنې وزیر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او پرمختللو اوبو لګولو سیستمونو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. هغه غوښتنه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې تخنیکي تجربې تبادله شي او د دې وزارت کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره شي. نوموړي بخارا د یادو برخو د پرمختګ له مخې د افغانستان لپاره ښه بېلګه او فرصت وباله.
مولوي عمري همداراز وویل، که د ازبکستان له لوري اړتیا وي او له موږ څخه غوښتنه وکړي، نو افغانستان چمتو دی چې د هغوی فابریکو ته اومه توکي برابر کړي، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو یوه برخه وي.
هغه ازبکستان د افغانستان لپاره د اړینو توکو د وارداتو یو مناسب بدیل وباله او د لا زیاتو همکاریو لپاره یې د خپل وزارت چمتووالی اعلان کړ.
په دې سفر کې دواړو خواوو د تخنیکي غونډو د دوام او د سیمې‌یزو همکاریو په چوکاټ کې د اړیکو د پراخېدو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر همداراز په دې لیدنه کې د بخارا ښار له چارواکو څخه په دغه ښار کې د مسلمانانو د مقدسو ځایونو د ساتنې او پاملرنې له امله مننه او قدرداني وکړه.


سفر وزیر زراعت به بخارا و تاکید بر گسترش همکاری‌های زراعتی با ازبکستان
۲۸ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در رأس یک هیئت رسمی به شهر بخارای کشور ازبکستان سفر کرد و با والی بخارا و شماری از مقام‌های محلی آن کشور دیدار و گفتگو نمود.
در این دیدار، وزیر زراعت بر گسترش همکاری‌های دوجانبه میان افغانستان و ازبکستان در عرصه‌های زراعت، مالداری و استفاده از سیستم‌های آبیاری پیشرفته تأکید کرد. او خواهان تبادل تجارب تخنیکی و راه‌اندازی برنامه‌های آموزشی برای کارمندان این وزارت شد و بخارا را از نظر پیشرفت در این عرصه‌ها الگو و فرصت خوبی برای افغانستان دانست.
مولوی عمری همچنان از فراهم‌سازی مواد خام مورد نیاز برای فابریکه‌های ازبکستان در صورت درخواست آنها  از سوی افغانستان یادآوری کرده و آن را بخشی از همکاری‌های اقتصادی میان دو کشور عنوان کرد.
او از ازبکستان به عنوان یک بدیل مناسب برای واردات اقلام مورد نیاز افغانستان نیز یاد کرد و آمادگی این وزارت را برای همکاری‌های بیشتر در این راستا اعلام نمود.
در این سفر، طرفین بر تداوم نشست‌های تخنیکی و گسترش روابط در چارچوب همکاری‌های منطقه‌ای نیز تأکید کردند.
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان  همچنان در این دیدار از مسئولان شهر بخارا به خاطر حفظ و نگهداری از اماکن مقدس مسلمانان در این شهر ابراز سپاس و قدردانی کرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS