ننګرهار کې د نارنج ګل تر سرلیک لاندې ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

mail-admin
Sun, Apr 13 2025 10:26 AM
په جلال‌اباد ښار کې د نارنج ګل تر سرلیک لاندې درې ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون د وطني تولیداتو د معرفي کولو، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او سیمه‌ییز اقتصاد د ودې په موخه پرانیستل شو. په نندارتون کې ۱۲۰ غرفو کې بېلابېل محصولات وړاندې شوي او د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

په جلال‌اباد ښار کې د نارنج ګل تر سرلیک لاندې درې ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون د وطني تولیداتو د معرفي کولو، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او سیمه‌ییز اقتصاد د ودې په موخه پرانیستل شو. په نندارتون کې ۱۲۰ غرفو کې بېلابېل محصولات وړاندې شوي او د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست تر چتر لاندې، د سيکارام احمدي بازار موندنې شرکت، ای او ایم مؤسسې او پيمان ګروپ په همکارۍ، د سراج‌العمارت بڼ کې د نارنج ګل تر نوم لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په ګډون ګڼ شمېر داخلي شرکتونو خپل بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي، چې د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
په نندارتون کې د ۱۲۰ غرفو له لارې داخلي تولیدات، صنعتونه، لاسي صنایع، خوراکي توکي او کلتوري ارزښتونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نندارتون اصلي موخې د وطني تولیداتو معرفي، د خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پراخېدل، او د سیمه‌ییز اقتصاد وده ښودل شوې ده.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته نندارتونونو جوړول داخلي تولیداتو ته د بازار پیدا کولو، ملي کلتور ودې او خصوصي سکتور ته د پانګونې زمینه برابرولو په موخه جوړېږي. تمه کېږي چې دا ډول نندارتونونه به د سوداګرۍ، پانګونې او فرهنګي ارزښتونو د پراختیا لپاره مثبتې پایلې ولري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS