د هلمند دکرنې ریاست؛ د طبیعي کبانو د ښکار په تور څو تنه په لښکرګاه کې ونیول شول

mail-admin
Sat, Apr 12 2025 2:27 PM
د هلمند دکرنې ریاست؛ د طبیعي کبانو د ښکار په تور څو تنه په لښکرګاه کې ونیول شول

د هلمند په ولایت کې د طبیعي کبانو د نسل د خونديتوب په موخه د ښکار د بندیز له نافذېدو وروسته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لارښوونې پر بنسټ د عمومي سیندونو او کانالونو څارنه او ارزونه دوام لري.
د همدې لړۍ په دوام، د کرنې ریاست د عامه پوهاوي سره سره، تېره ورځ څو تنه هغه مهال ونیول شول چې په مرکز لښکرګاه کې یې له عمومي سیند څخه د طبیعي کبانو ښکار کاوه.
د طبیعي کبانو ښکار نه یوازې د قانون خلاف عمل دی، بلکې دا چاره د کبانو پر نسل، چاپېریال او د اوبو ژوندیو موجوداتو ته جدي زیان رسوي.
د هلمند د کرنې ریاست له ټولو ښاریانو، کب نیوونکو او اړوندو وګړو هیله کوي، چې د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره له دغه ډول ښکار څخه ډډه وکړي، او که د قانون خلاف کوم فعالیت وویني، له اړوندو ادارو سره یې شریک کړي.
د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي، چې له دې وروسته به هم د قانون تطبیق ته دوام ورکړي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS