ننګرهار کې ۲۰۰زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین تطبیق شو

user-admin
Wed, Apr 02 2025 5:23 PM
ننګرهار کې ۲۰۰زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین تطبیق شو


۱۳ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې له لوري ۲۰۰زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین تطبیق شو.  
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وايي، دغه واکسینونه د ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د کوچي او نورو مالدارانو څارویو ته تطبیق شوي، چې موخه یې د ناروغیو مخنیوی او د څارویو ساتنه ده.  
نوموړي یاد واکسینونه د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او وترنر داکترانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ناروغیو د پېښېدو په صورت کې کرنې ریاست ته خبر ورکړي او اړین تدابیر ونیسي.  
مولوي محسن زیاته کړه، چې د مالدارۍ سکتور د ودې لپاره بېلابېل خدمات وړاندې کېږي او د طاعون ضد واکسین تطبیق یې یوه کوچنۍ بېلګه ده. نوموړي وویل، چې دا پروګرام نه یوازې د څارویو روغتیا ته ګټه لري، بلکې د مالدارانو اقتصاد هم پیاوړی کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS