د کندهار بولدک کې سلګونو کروندګرو ته د لایم سلفر درمل جوړولو عملي او نظري روزنه ورکړل شوه

mail-admin
Sun, Mar 09 2025 1:29 PM
د کندهار بولدک کې سلګونو کروندګرو ته د لایم سلفر درمل جوړولو عملي او نظري روزنه ورکړل شوه

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت تر رهبرۍ لاندې، دبوټې ژغورنې مدیریت په تخنیکي همکارۍ د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط، زړه کلا، لوی کاریز او یو شمېر نورو سیمو کې سلګونو بزګرانو او بڼوالو ته د لایم سلفر (د نباتي ناروغیو او آفتونو د کنټرول او وقایې) درمل جوړولو او تطبیقولو عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
دا روزنه د پنځو ورځو په اوږدو کې د تخنیکي ټیم لخوا په عملي او نظري بڼه ورکول شوه. په دې روزنه کې کروندګرو ته د لایم سلفر درمل جوړولو، ترکیب، او د دې درملو د تطبیق لارې چارې په عملي ډول وښودل شوې. همداراز، د نباتي ناروغیو او آفتونو د پېژندنې په موخه هم عامه پوهاوی ورکړل  شو، ترڅو کروندګر د نباتي ناروغیو او آفتونو په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي.
لایم سلفر  یو کرنیز محلول دی، چې د فنګسي ناروغیو، باکتریاوې افتونو او زیان رسوونکو حشراتو د کنټرول لپاره کارول کېږي. دا محلول د نباتاتو روغتیا ساتي، خاوره ضدعفوني کوي، او د حاصلاتو کیفیت او مقدار لوړوي. په ځانګړې توګه، د مېوهلرونکو ونو او سبو لپاره ګټور ګڼل کېږي.
د دې روزنې موخه کروندګرو ته د ارزانه، کم‌لګښت او مؤثره درملو موندل، د کروندګرو کرنیزه روزنیزه کچه لوړول، لوړ کیفیت لرونکي حاصلات ترلاسه کول، د لایم سلفر درملو ته وده او پراختیا ورکول، د نباتي ناروغیو او آفتونو پر وړاندې وقایوي تدابیر نیول، کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او آفتونو په اړه لازم معلومات ورکول دي، ترڅو خپل کښتونه او بڼونه خوندي وساتي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تل هڅه کړې، ترڅو له کروندګرو سره هر اړخیزه همکاري وکړي او د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي لپاره مؤثرې لارې ومومي. د دې روزنې په دوام، یوه میاشت وړاندې هم  د کندهار د میوند او سپین بولدک ولسوالیو کې کروندګرو ته د ټرایکوډرما قارچ درمل جوړولو روزنه ورکړل شوې وه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS