لغمان او بادغیس ولایتونو کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
Wed, Feb 05 2025 3:18 PM
لغمان او بادغیس ولایتونو کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکو د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه بادغیس او لغمان ولایتونو کې هم د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې چی د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې لخوا په لاره اچول شوی په داسې حال کې چې د اراضۍ لوی ریاست استازو او د یادو ولایتونو د کرنې، کور او ښارجوړونې، اطلاعاتو او کلتور، ښاروالۍ، مستوفیت، کانونو او پټروليم او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو مسؤلين شتون درلود د يادې ځمکې د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک او دغه سندونه به د نورو اجراآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د بادغيس او لغمان ولایتونو مسؤلينو په یادو ولایتو کې ددغه مسؤلیت د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ او هېواد والو ته د کار د زمينې برابرولو په برخه کې ښه اقدام وباله.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS