کندهار نېش او میوند کې د غنمو او کیمیاوي سرې وېش لپاره نوم لیکنه پیل شوه  

mail-admin
Mon, Nov 25 2024 2:11 PM
کندهار نېش او میوند کې د غنمو او کیمیاوي سرې وېش لپاره نوم لیکنه پیل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د نېش او میوند ولسوالیو لپاره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش په موخه د نوم لیکنې لړۍ د دویم ځل لپاره پیل شوه. دا پروسه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د کرنې او خوراک نړیوال سازمان (اف اې او) په مالي ملاتړ او د اکټیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.  
د دې نوم لیکنې تر بشپړېدو وروسته به د نېش ولسوالۍ ۶۰۰ او د میوند ولسوالۍ ۸۰۰ اړمنو بزګرانو ته، چې د ۲ څخه تر ۵ جریبه پورې ځمکه لري او اقتصادي وضعیت یې ضعیف دی، ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او ۵۰ کیلوګرامه توره سره ورکړل شي.
د نوم لیکنې پروسه د کرنې او مالدارۍ استازو، امنیه قوماندانۍ، استخباراتو او د کلیو استازو تر څارنې لاندې ترسره کېږي، ترڅو یوازې هغه کسان د مرستې لپاره وټاکل شي چې د تخم او سرې د پیرلو وس نه لري.
یادې مرستې په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودولو، د بزګرانو ملاتړ او د لږې ځمکې څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي.
د یادونې وړه ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په ښورابک ولسوالۍ کې د ۳۰۰ اړمنو بزګرانو لپاره د نوم لیکنې لړۍ پیل شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS