د ځنګلونو د ساتنې په پار د لغمان ولایت له اوسېدونکو سره د کرنې وزیر غونډه

mail-admin
Sat, Oct 26 2024 11:32 AM
د ځنګلونو د ساتنې په پار د لغمان ولایت له اوسېدونکو سره د کرنې وزیر غونډه

۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د یو لوړ پوړي امارتي پلاوي په ملتیا د لغمان ولایت د ځنګلیزو ولسوالیو له یوشمېر اوسېدونکو سره وکتل.
دغه غونډه، چې د لغمان ولایت په ودانۍ کې د ځنګلونو د ساتنې او په دې برخه کې د اغېزمنو لارو چارو موندنې په موخه د خلکو د همکارۍ په اړه د بحث او نظریاتو د تبادلې په موخه جوړه شوې وه، په ترڅ کې یې پر یادو موضوعاتو خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د لغمان والي مولوی شېر احمد حقاني، امنیه قومندان قاري نجیب الله بدخشي، د استخباراتو رییس مولوی حذیفه او د افغان کارت امارتي شرکت ریییس سید احمد آغا هم حضور درلود. د 
په دې ناسته کې مسوولینو د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت او په خپل سر د ونو د پرې کولو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې اترې وکړې. په پای کې د سیمې اوسېدونکو د خپلې همکارۍ او ملاتړ په اعلانولو سره ډاډ ورکړ چې د خپلو سیمو د ځنګلونو په ساتنه کې به فعاله ونډه واخلي.

نشست وزیر زراعت با باشندگان ولایت لغمان پیرامون حفاظت از جنگلات
۵ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با همراهی هیئتی از مقامات بلندپایه امارتی، نشستی را با باشندگان ولسوالی‌های مناطق جنگلی ولایت لغمان برگزار کرد. 
این جلسه که در ساختمان ولایت لغمان برگزار شد، به هدف بحث و تبادل نظر در مورد روش‌های موثر حفاظت از جنگلات و همکاری مردم در این راستا صورت گرفت.
در این نشست، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی عبدالحق مخدوم معین پلان و پالیسی وزارت داخله، مولوی احمدالله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، مولوی شیراحمد حقانی والی لغمان، قاری نجیب‌الله بدخشی قوماندان امنیه، مولوی حذیفه رئیس استخبارات و سیداحمد آغا رئیس شرکت امارتی افغان کارت حضور داشتند.
مقامات در این جلسه در مورد اهمیت حفاظت از جنگلات و راهکارهای جلوگیری از قطع بی‌رویه درختان صحبت کردند. در پایان، باشندگان محلی با اعلام همکاری و حمایت خود، اطمینان دادند که در حفاظت از جنگلات مناطق خود نقش فعالی ایفا خواهند کرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS