د کندهار پنجوایي کې زرګونو څارویو ته د چیچک او طاعون واکسین تطبیق شو

mail-admin
Thu, Oct 24 2024 9:49 AM
د کندهار پنجوایي کې زرګونو څارویو ته د چیچک او طاعون واکسین تطبیق شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ، او د پنجوایي ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤولینو په تطبيق، ۱۳ زره او ۵۰۰ کوچنیو څارویو ته د چیچک او طاعون ناروغیو پر وړاندې واکسین تطبیق شو. د دې پروګرام موخه د څارویو د ناروغیو مخنیوی او د راتلونکو احتمالي وباو څخه د مالدارانو او څارویو ژغورل دي.
دا وقایوي واکسینونه له دې امله ورکول کېږي چې د ناروغیو خپرېدو څخه مخکې مخنیوي تدابیر ونیول شي. د چیچک او طاعون ناروغۍ د څارویو په منځ کې د پراخو مړینو لامل کېږي او کولی شي د مالدارانو اقتصاد ته جدي زیان واړوي. د دې واکسین له لارې د څارویو روغتیا خوندي کېږي او د مالدارانو کورنۍ د احتمالي اقتصادي زیانونو څخه ژغورل کېږي.
تر دې دمه ۸۲ زره دوزه واکسین چمتو شوي چې یوه میاشت وړاندې یې تطبیق په کندهار کې پیل شوی و. تر اوسه په سپین بولدک او خاکریز ولسوالیو کې واکسین چارې بشپړې شوې دي او په نورو ولسوالیو کې به هم دغه لړۍ دوام وکړي تر څو د ټولو اړمنو څارویو درملنه وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS