د پکتیا ولایت له ملکي او نظامي چارواکو سره د کرنې وزارت د رهبرۍ غونډه

۳۰ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ د ځنګلونو د اغېزمنې استفادې او د پرې کولو او قاچاق مخنیوي په موخه د پکتیا ولایت د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ جلبولو په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د پکتيا والي ملا مهرالله حماد، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوي باز محمد فيضان، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالحق مخدوم، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مولوي احمد الله زاهد، د ځنګلونو د ساتنې د قطعی قومندان حاجی عبدالحلیم یاسین، د پکتیا امنیه قومندان مولوی محمد عمر مخلص، د ۲۰۳ المنصوري قول اردو قوماندان قاري محمد اسماعیل راسخ، د استخباراتو رییس مولوی عبدالهادي زاهد او د کرنې وزارت او د پکتیا ولایت یوشمېر سکټوري رییسانو ګډون کړی و.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر د ځنګلونو د وهلو پر زیانونو او د هغې د ګټو په اړه خبرې وکړې او د خپل سفر موخه یې له ګډونوالو سره شریک کړ. هغه وویل:«د ځنګلونو نشتوالی د ډېرو ستونزو له ډلې د سېلابونو، د اکسیجن نشتوالی، د هوا او د چاپیریال خرابوالی او د چاپېریال د تخریب لامل کېږي. د دغو ستونزو یوه بېلګه په شمالي ولایتونو کې لیدلای شو، چې سږ کال سېلابونو ډېر کورونه ویجاړ کړي او دا د ځنګلونو د له منځه تللو له امله رامنځته شوی دی. اوس اسلامي نظام د ځنګلونو ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي، تاسو خپل نظرونه راسره شریک کړئ، چې څنګه کولای شو د ځنګلونو ساتنه او خوندیتوب په سمه توګه ترسره کړو. د شاهي په پېر کې له سیمه ییزو ځایونو څخه ځنګل ساتونکي ګمارل کېدل، اوس هم راپور چمتو کېږي او کابینې ته وړاندې کېږي.»
د پکتيا والي هم د ځنګلونو د ساتنې پر سم مديريت ټينګار وکړ او ويې ويل: «دا موضوع ګډو هڅو ته اړتيا لري. خلک د بې وزلۍ، د لرګیو د ارزښت په اړه د پوهاوي نشتوالی او د یو شمېر سوداګر په لمسون په دې کار بوخت دي. د شنې قطعې ملاتړ دې باید وشي او د خوراکي توکو، سون توکو، مالدارۍ او کرنې په برخه کې له خلکو سره مرسته وشي او عامه پوهاوی دې زیات شي.»
د ۲۰۳ المنصوري قول اردو قوماندان قاري محمد اسماعیل راسخ هم خبرې وکړې او د ځنګلونو د ساتنې لپاره یې د سیمه ییزو خلکو د ګمارلو او په دې برخه کې له قومونو سره د خبرو غوښتنه وکړه.
په پای کې د کرنې وزیر ټینګار وکړ چې د کب روزنې، د چرګانو فارمونو، کرنې او مالدارۍ په برخو کې به له خلکو سره د مرستې لپاره پروګرامونه پلي شي.
نشست رهبری وزارت زراعت با مسوولان ملکی و نظامی ولایت پکتیا
۳۰ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی تحت سرپرستی مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون جلب همکاری مسوولان محلی ولایت پکتیا در راستای استفاده مؤثر و جلوگیری از قطع و قاچاق جنگلات برگزار شد.
در این نشست ملامهر الله حماد والی پکتیا، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله، مولوی احمد الله زاهد معین وزارت تجارت و صنعت، حاجی عبدالحلیم یاسین قوماندان قطعه محافظت از جنگلات، مولوی محمد عمر مخلص قوماندان امنیه پکتیا، مولوی عبدالهادی زاهد رییس استخبارات، قاری محمد اسماعیل راسخ قوماندان قول اردوی ۲۰۳ المنصوری و تعدادی از روسای سکتور زراعت ولایت پکتیا حضور داشتند.
وزیر زراعت در این نشست پیرامون ضررهای قطع جنگلات و فواید آن صحبت کرد و هدف سفرش را با حاضران در میان گذاشت. وی اظهار داشت: «نبود جنگلات باعث مشکلاتی چون سیلاب، کمبود اکسیژن، خرابی آب و هوا و تخریب محیط زیست میشود. نمونهای از این مشکلات را میتوان در ولایات شمال مشاهده کرد که امسال سیلابها خانههای زیادی را تخریب کردند و این به دلیل تخریب جنگلات بوده است. حال نظام اسلامی به حفاظت از جنگلات توجه میکند و نظر بدهید که چگونه میتوان جنگلات را بهتر حفاظت کرد. در زمان شاهی، جنگلبانان از مناطق محلی تعیین میشدند، اکنون نیز گزارشی تهیه و به کابینه ارائه میشود.» والی پکتیا نیز در ادامه سخنان خود بر اهمیت مدیریت درست حفاظت از جنگلات تأکید کرد و گفت: «این موضوع نیازمند تلاش مشترک است. مردم از فقر، نداشتن آگاهی از ارزش چوب و برخی تاجران در این امر دخیل هستند. باید از قطعه سبز حمایت شود و به مردم در زمینه مواد خوراکی، سوخت، مالداری و زراعت کمک گردد و آگاهی عامه افزایش یابد.»
قاری محمد اسماعیل راسخ قوماندان قول اردوی ۲۰۳ المنصوری نیز صحبت کرد و خواستار تعیین نفراتی از مردم محل برای حفاظت از جنگلات و گفتوگو با قومها در این زمینه شد.
در پایان، وزیر زراعت مجدداً تأکید کرد که برنامههایی برای کمک به مردم در بخشهای ماهیپروری، مرغپروری، زراعت و مالداری ارائه خواهد شد.