کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون پرانیستل شو

user-admin
Wed, Oct 16 2024 4:34 PM
کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون پرانیستل شو


٢٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
١٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم  نندارتون د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه پلاوي په حضور کې د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.
په دغو مراسمو کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو له ډلې د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اوبولګولو او طبیعي زېرمو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم  عثماني او دغه راز یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو او د نړۍوالو بنسټونو استازو هم حضور درلود.
په پیل کې ملا عبدالغني برادر د خاورې، اوبو او اقلیم په برخه کې د افغانستان د ظرفیتونو او امتیازاتو په اړه خبرې وکړې او د رغنیزو پروژو په پیلولو کې یې د اسلامي امارت د هڅو یادونه وکړه. نوموړي دغه راز د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو، بازار موندنې او د کرنې د ميکانيزه کولو په برخو کې پر هڅو ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې د کورنيو توليداتو صادرات به زيات شي.
د ریاست الوزراء  سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هم د افغانستان د کرنيزو محصولاتو لوړ کيفيت ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې دغه نندارتون د دغو محصولاتو د بازارموندنې او معرفي کولو لپاره يو ښه فرصت دى.
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د ځمکو د غاصبینو او د ځنګل وهونکو پر وړاندې کلک ولاړ دی او چاته د ځمکې د غصب او طبیعي زېرمو د تخریب اجازه نه ورکوي.
په همدې حال کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پر اهمیت او د بزګرانو او مالدارانو پر ژوند د هغې پر مثبتو اغېزو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پوره ظرفیتونه لري او د امنیت او وضعیت په ښه کېدو سره د دغو دوو برخو د پرمختګ لپاره اغېزمن ګامونه پورته شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي هم د چین، ایران، منځنۍ اسیا او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته د محصولاتو د صادرولو په برخه کې د افغانستان هڅو ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د شویو هوکړه لیکونو خبر وکړ.
همدارنګه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر عثماني هم دغه نندارتون د کروندګرو او سوداګرو د سوداګرۍ لپاره یو فرصت وباله او په تېرو درېیو کلونو کې یې د نباتاتو او حیواني ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د کرنې د متخصصینو هڅې وستایلې.
په پای کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني د هېواد د اقتصاد په وده کې د کرنې او مالدارۍ په اهمیت ټینګار وکړ او مراسم د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل. وروسته د امارت مشرتابه د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه. 
 دغه  نندارتون د "معیاري تولید؛ نړۍوال بازار ته لاس رسی" تر شعار لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د روان کال د تلې له ٢٥مې تر ٢٨مې نېټې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی، چې ددې نندارتون په ٢٦٣ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کورني تولیدات او د ښځو لاسي صنایع  نندارې ته اېښودل شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS