پکتيا: پر ‍۱۴۲۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
Sat, Sep 28 2024 11:16 AM
پکتيا: پر ‍۱۴۲۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د همکارو پاملرنې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ ددې ولايت د مرکز ګردیز په ګډون ټولو  ولسواليو پر ۱۴۲۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه.
په يادو مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست رییس مولوي سید امین هاشمي، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د همکارو مؤسسو مسئولینو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
ښاغلي حلیمزی ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو موسسو څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یي وویل، چې هڅه وکړئ یاد اصلاح شوی تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ تر څو ښه حاصل ترلاسه کړئ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ښاغلي هاشمي په خپلو خبرو کې وويل، چې د ياد پروګرام له لارې هر بزګر ته ۵۰ کيلو اصلاح شوي غنم، ۵۰ کيلو توره سره او ۵۰ کيلو ګرامه سپينه سره په وړيا ډول ورکول کېږي.
ښاغلی هاشمي زياته کړه، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو اودرول دي، نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې پر خپلو ځمکو يې وکري، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
د یادولو وړ ده، چې په نږدې ورځو کی د لس زره شاوخوا نور بزګران سروې هم وشي او د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې به ورته ورکړل شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS