د قوش تیپې کانال د خاورو سروې او د نمونې اخیستنې پروګرام پیل شو

user-admin
Fri, Sep 20 2024 11:32 AM
د قوش تیپې کانال د خاورو سروې او د نمونې اخیستنې پروګرام پیل شو


۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د خاورو پېژندنې ریاست د خاورې د ازمېښت، د کرلو وړ بوټو د ټاکلو او د کانالونو د فرعي او څانګیزو برخو د ډیزاین د طرحې لپاره ملي پراختیا شرکت ته د اړونده معلوماتو د ورکولو په موخه، د قوش تیپې کانال د ساحو د خاورو د سروې او نمونې اخیستنې پروګرام پیل کړی دی.
دغه بهیر د خاورو پېژندنې ریاست د شپږ کسیز متخصص ټیم لخوا پیل شوی، چې یاد شوی پروګرام به دوه میاشتې دوام وکړي. په لومړي ګام کې به د توپوګرافي نقشې پر بنسټ ۱۰۸ کیلومتره ساحې سروې او د خاورو نمونې ترې واخیستل شي. له دې وروسته به دغه بهیر تر وروستیو سیمو پورې ادامه پیدا کړي.
یادونه باید وشي چې، د قوش تیپې کانال تر پوښښ لاندې سیمو د خاورو د سروې او نمونو اخیستو وروسته، راټولې شوې نمونې به د دې ریاست په لابراتوارونو کې تجزیه او تحلیل شي. د دې پر بنسټ به د خاورو وروستۍ نقشې او د مطالعې راپورونه ترتیب شي، ترڅو د ځمکو ښه استعمال او د سیمو د خاورو اصلاح لپاره اړوندو لورو ته وړاندې شي.

برنامه سروی و نمونه گیری خاک‌های کانال قوش تپه آغاز گردید
۲۹ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش 
۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۶ هـ.ق
ریاست تحقیقات خاکشناسی وزارت زراعت به منظور آزمایشات خاک، تعین نباتات قابل زرع و به دسترس قرار دادند معلومات متذکره به شرکت انکشاف ملی جهت طرح دیزاین کانال‌های شاخوی و فرعی پروژه کانال قوش تپه برنامه سروی و نمونه گیری خاک‌های ساحات متذکره را آغاز کرده است.
این روند توسط تیم شش نفری متخصصین ریاست خاکشناسی آغاز شده است که برنامه متذکره مدت دو ماه را در بر خواهد گرفت که بر اساس نقشه توپوگرافی در قدم اول به طول  ۱۰۸ کیلومتر ساحات متذکره مورد سروی و نمونه گیری خاک قرار می‌گیرد و بعد از آن این برنامه الی ساحات آخری کانال ادامه خواهد داشت.
قابل یاد آوری است که بعد از سروی و نمونه گیری خاک‌های ساحات تحت پوشش کانال قوش تپه نمونه‌های جمع آوری شده در لابرتوارهای این ریاست مورد تجزیه و تحیلیل قرار گرفته که به اساس آن نقشه‌های نهایی خاک و گزارش مطالعات آن ترتیب و برای استفاده بهتر زمین‌ها و اصلاح خاک‌های ساحات متذکره بدسترس جوانب ذیدخل قرار خواهد گرفت.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS