سره رود ولسوالی ته د ننګرهار دکرنې رییس سفر 

mail-admin
Tue, Sep 10 2024 2:20 PM
سره رود ولسوالی ته د ننګرهار دکرنې رییس سفر 

۲۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو د ستونزو د حل او کرنې د پراختیا په موخه سره رود ولسوالی ته  داسې مهال سفر وکړ؛ چې د کرنې او مالدارۍ خونې رییس اجمل رحماني او نورو مسولینو یي ملتیا کوله.
 د ننګرهار دکرنې رییس د سره رود ولسوالی له امنیه قومندان او ترویج مدیرانو سره ناسته وکړه او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د سره رود امنیه قومندان عبدالخالق سیلاب او ترویج مدیر قاري خانزیب افضلي په دې ناسته کې د شېدو ټولولو مرکز ودانۍ، سړې خونې جوړولو، ګودامونو، روغنیاتو، بڼوالۍ، اصلاح شويو تخمونو زیاتوالي، مالدارۍ واکسینونو، حیواني خوراکي توکو او نورو اړونده برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې.
 په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وویل، چې د سره رود ولسوالی اراضي د کرنې،  بڼوالۍ او سبو کرکېلي لپاره ښه مناسبه ده، او ژمنه یې وکړه چې د کرنې ریاست او همکارو موسساتو له لارې به مؤثرې پروژې پلي کړي. د دې پروژو موخه به د اصلاح شویو تخمونو ترویج، څارویو ته واکسینونه، مالدارۍ پرمختګ، حیواني خوراکي توکو وېش او بازار موندنه وي.
ښاغلي محسن همدارنګه د عشر او زکات مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو کارونو کې روڼتیا او دیانت کار واخلي او د ا.ا.ا کړنلارې مطابق عمل وکړي. د ننګرهار کرنې ریاست هر کال په زرګونه بزګرانو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې وړاندې کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS