د ملي پراختیا شرکت له خوا د قوش‌تېپې کانال په ځمکه د کرنیز او صنتعي کمپلسکونو جوړولو په پار غونډه دائره شوه 

mail-admin
Tue, Aug 27 2024 12:50 PM
د ملي پراختیا شرکت له خوا د قوش‌تېپې کانال په ځمکه د کرنیز او صنتعي کمپلسکونو جوړولو په پار غونډه دائره شوه 

۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوی محمود مظلوم په مشرۍ؛ د جيوديزي او کدستر عمومي رییس مولوي سعید الرحمن مظهري، د کرنې وزارت د څړځايونو د تنظيم رییس سيد احمد خالد صاحب زاده، د ملي پراختيا شرکت د تفتیش رییس روح اللّٰه حبیب، د دغه شرکت د املاکو رییس مصري خان همت، د ياد شرکت د سوداګرۍ او پانګونې رییس فیضان الحق فیضان او د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست یو شمېر سلاکارانو په شتون کې د ملي پراختیا شرکت له خوا د قوش‌تېپې کانال په ځمکه د کرنیز او صنتعي کمپلسکونو جوړولو په پار غونډه د اراضۍ لوی ریاست کې دائره شوه 
په پیل کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د ملي پراختيا شرکت لخوا د دغه سترې پروژې چې غواړي د قوش‌تېپې کانال په ځمکو باندې چې د هېواد له درېیو ولايتونو بلخ، جوزجان او فاریاب څخه تېرېږي کرنیز او صنعتي کمپلیکسونه جوړ کړي ستاينه وکړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ په برخه کې لوی ګام وباله.
د ځمکو چارو لوی رییس وويل: «نن چې په هېواد کې په پوره توګه امنیت تامین دی نو لازمه ده چې له دې فرست څخه په پوره توګه ګته پورته کړو او زیار وباسو چې هېواد او خلکو ته د خدمت کولو جوګه شو.»
ښاغلي مظلوم زیاته کړه د هېواد په کچه په څو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د داسې سترې پروژې د پیلېدو شاهدان يو نو له ټولو مسؤلینو څخه غواړم چې په خپلو مسؤلیتونو کې له پوره دقت، شفافيت، اخلاص او چټکتيا څخه کار واخلي او هېڅکله هم له خپلو دندو څخه ناوړه استفاده ونکړي.
ورپسې د ملي پراختيا شرکت مسؤلینو د يادې طرحې په اړه چې د دوی له لورې جوړه شوې او غواړي د قوش‌تېپې کانال په ځمکو باندې کرنیز او صنعتي کمپلکس جوړ کړي خبرې وکړې او د دغه طرحې د لاښه تطبيق په موخه يې خپل نظرونه هم د کرنې وزارت او اراضۍ ادارې له مسؤلینو سره شريک کړل.
نوموړو وويل: «د ملي پراختيا شرکت هوډ لري، چې د قوش‌تېپې کانال په ځمکو کرنیز او صنعتي کمپلیکسونه جوړ کړي ترڅو په دغو ځمکو باندې هر ډول مېوه لرونکي ونې، طبیعي او غیر طبيعي نباتاتو د کښت او پروسس په برخه کې کار وکړي تر څو يو خوا سوداګرو او پانګوالو ته د کار او پانګونې زمینه برابره شي او بلخوا د هېواد د پرمختګ په برخه کې هم کار شوی وي».
په پای کې د اراضۍ لوی رییس د ملي پراختيا شرکت له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په هر ولايت کې څومره او څه ډول ځمکه چې دوی ته اړتیا وي موضوع دې دکرنې وزارت د اراضۍ ادارې مقام سره شريک کړي ترڅو د هغو ځمکو د تثبيت او تصفيې په برخه کې لازم اجراآت ترسره شي.
همدارنګه يې له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د دواړو ادارو څخه يو ګډ پلاوی دې يادو ولايتونو ته سفر هم وکړي ترڅو سيمه له نږدې تشخيص او بررسي او وروسته له هغه خپل راپور د راتلونکو کړنو په موخه د اراضۍ لوی رياست له رهبري سره شريک کړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS