کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Aug 27 2024 9:39 AM
کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د کاپیسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان په مشرۍ ددې ولایت په مقام کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د کاپیسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرو غونډو دپریکړو دتطبيق ارزونه وکړه او د کاپیسا ولایت د تخنیکي کمېټې هلې ځلې او فعالیتونه یې وستایل.
د کاپیسا مرستیال والي وویل: «د امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر اساس خپلو کړنو او فعالیتونو ته دوام ورکړئ، ترڅو ټولې هغه امارتي ځمکې چې د غاصبینو په ولکه کې دي او یایې څوک کوښښ دغصب کوی تېرته استرداد او تعلق یې تر امارته وی او غاصبین یې د قانون منګُلو ته وسپارئ.»
په همدې حال کې د کاپیسا دکرنې رییس او کمېټې مشر مولوی محمدرحیم نعماني د یادې کمېټې د کړنو او فعالیتونو راپور مرستیال ولاي ته وړاندې او په دې برخه کې د هراړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS