د ننګرهار کانال شرکت نوی رییس معرفي او خپلې چارې پیل کړې  

mail-admin
Mon, Aug 26 2024 3:53 PM
د ننګرهار کانال شرکت نوی رییس معرفي او خپلې چارې پیل کړې  

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت نوی رییس الحاج ملا محمد نعیم آغا، د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار کانال شرکت کارکوونکو ته تر پېژندنې وروسته خپلې چارې پیل کړې
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوری، د امارتي شرکتونو رهبرۍ پلاوی استازی مولوي عبدالحميد اخندزاده ، ننګرهار ولايتي ادارې یو شمېر رییسانو، د بېلا بېلو سکټورونو مشرانو او د ننګرهار کانال شرکت کارکوونکو گډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوری خبرې وکړې وې ویل: «تغیر او تبدیل په هر نظام کې یو اصل دی او موخه یې د هېواد ابادي او اقتصادي پرمختگ وي.» هغه زیاته کړه، موږ ټول باید د یوه ځان بسیا افغانستان لپاره په گډه کاروکړو تر څو مو په راتلونکي کې هېواد او هېوداول له هر اړخه په ځان بسیا شي، نوموړي د کانال شرکت پخواني رییس مولوي غلام الرحمن کظيم کړي خدمات وستايل او نوي رييس ته يې د بريا دعا وکړه .
ورپسې د شرکتونو رهبرۍ پلاوی په استازيتوب حاجي عبدالحميد اخندزاده خبرې وکړې، تغير او تبديل يې د بشري سرچينو اساسي اصل وباله او د نوی رییس الحاج ملا محمد نعیم آغا په اړه يې راغلی حکم ولوست.
وروسته د ننګرهار کانال شرکت پخواني رییس مولوي غلام الرحمن کظيم خبرې وکړې زياته يې کړه تغير او تبديل د يوه نظام او يوې ادارې اصل دې، موږ او تاسې په نظام او حکومت په اډانه او چوکاټ کې د تغيراتو او تبديلۍ شاهدان يو، زه نوی رییس ته په ورسپارل شوی دنده کې برياوې غواړم او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوم.
ورپسې د ننګرهار کانال شرکت نوی رییس الحاج محمد نعیم آغا، د خبرو پرمهال د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په ټول توان سره به د ننګرهار کانال شرکت لا پرمختګ او ستونزو هوارولو په برخه کې به هڅه وکړي. همدارنګه هغه د ننګرهار کانال شرکت له ټولو کارکونکو څخه وغوښتل، تر څو لا په پوره صداقت او رښتنولي سره کار وکړي د خلکو خدمت وکړي، او ننګرهار کانال ملي پروژه په پښو ودروي .

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS