پکتیا کې یوشمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
Sat, Jul 27 2024 10:48 AM
پکتیا کې یوشمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز ګردیز، احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کی پر ۳۶۰ تنو اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شو.
د دغو مرستو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي سربېره د یاد ریاست د مالداری څانګې کارکوونکي، د همکارې مؤسسې مسؤولینو او مالدارانو ګډون کړی وو.
د پکتیا د کرنې رییس د یادې مؤسسې له مسولینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته په خطاب کې وویل؛ کومه مرسته چه تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم خپلو مالونو ته ورکړئ.
باید وویل شی د دې پروسې په لړ کې هر مالدار د څارویو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي ویشل شوی دی.
په پکتیا  کې ددغه راز مرستو څخه موخه د مالدارانو لاس نیوۍ، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالۍ ښودل شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتو تغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وريو په چاقولو کې به اساسي رول ولري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS