هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل زیاتولو په پار هڅې

mail-admin
Sat, Jul 27 2024 10:07 AM
هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل زیاتولو په پار هڅې

هلمند کې د کبانو د نسل زیاتېدو او په عمومي او فرعي کانالونو کې د اصلاح شویو کبانو روزلو په موخه په مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې عمومي بغرا، کانالونو او لویو ویالو کې  د کبانو ٣٠ زره بچیان واچول شول.
دا چې هلمند د اوبو له پلوه غني ولایت دی او په دې وروستیو کې ددې ولایت په عمومي او فرعي کانالونو کې د طبیعي کبانو نسل مخ په ورکېدو ؤ، ددغه کبانو د ډېرولو په موخه نږدې ٣٠ زره چوزه په داسې حال کې چې د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ترڅنګ د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر او ګڼو نورو کارکونکو هم حضور درلود عمومي او فرعي کانالونو ته واچول شول.
دغه کبان به په طبیعي ډول په یادو کانالونو کې روزل کېږي او ورسره سم به یې په نسل کې زیاتوالی راشي.
دغه چارې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په لارښؤنه د طبیعي کبانو پر ښکار بندیز ولګېد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS