د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کاپیسا ولایت له یو شمېر بزګرانو سره وکتل

mail-admin
Wed, Jul 24 2024 10:49 AM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کاپیسا ولایت له یو شمېر بزګرانو سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» د کاپیسا ولایت د شپږو ولسوالیو له یو شمېر کروندګرو، مالدارانو او بڼوالو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
ددې کتنې په ترڅ کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» بزګرانو ته وویل: «د خپل هېواد ودانولو لپاره باید لاسونه سره ورکړو، اقتصادي وده او پر ځان بسیاینه په کرنه پورې تړلې ده، موږ باید هلې ځلې وکړو، لکه څنګه چې مو جګړه ګټلې ده، په همدې توګه باید د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې په برخه کې هم باید بریالی شو.»
د کاپیسا دکرنې رییس مولوي محمد رحیم نعماني وویل:«د کاپیسا ولایت د خلکو په استازیتوب د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه غوښتنه کوو چې کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ته جدي پاملرنه وکړي، کاپیسا ولایت د طبیعي زېرمو، پراخو اوبو او مناسب اقلیم له پلوه بډای ولایت دی.» 
نعماني زياته کړه: «د کبانو د فارمونو جوړول، د کرنيزو وسايلو او د غنمو اصلاح شوي تخمونو وېش او ترڅنګ یې د اوبو لګولو د بندونو او د چک ډېمونو جوړول د کاپيسا ولايت د خلکو اړتياوې دي.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د مالدارۍ رییس ډاکټر ایوب احدي وویل: «د مالدارۍ تر څنګ د کبانو او مچیو پالنه ښه پایله ورکړې، د شېدو راټولولو د مرکزونو جوړول او د څارویو د نسلونو په ځانګړې توګه د غواګانو د نسلونو اصلاح، چې ډېرې شېدې ورکوي ښه پایله لري او د خلکو په اقتصادي وده کې مهم دی.»
د کوهبند ولسوالی يو تن کروندګر محمد سالم وويل: «موږ اوبو ته جدي اړتيا لرو، څو شاړې ځمکې په کرنيزو ځمکو بدلې شي. د غنمو او سبو د اصلاح شويو تخمونو وېش کروندګرو لپاره ارزښتناک دي.»
د نجراب ولسوالی د ځنګلونو د ټولنې مشر ضياء الرحمن وويل: «موږ تر ټولو زيات عوايد له ځنګلونو راټولوو، بايد د ځنګلونو د پرېکولو مخه ونیول شي.»
د طبیعي زېرمو او ځنګلونو ساتنه، د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو او توکو وېش، د چکډېمونو جوړول، د سیند د اوبو مدیریت، د مرغانو د ښکار مخنیوی، د کیمیاوي سرو او د څارویو او بوټو درمل وېشل په دې ولایت کې د کروندګرو لویې ستونزې دي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با شماری از دهاقین در ولایت کاپیسا
۳ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از دهاقین، مالداران و باغداران ولسوالی شش گانه ولایت کاپیسا دیدار و مشکلات شان را استماع نمود.
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار به دهاقین گفت:« ما دست به دست دهیم و ملک خود را آباد کنیم، رشد اقتصاد و خودکفایی وابسته به زراعت است، ما باید تلاش کنیم که همان قسمی‌که در جنگ پیروز شدیم در رشد اقتصادی خودکفایی کشور هم پیروز شویم.»
مولوی محمد رحیم نعمانی رییس زراعت ولایت کاپیسا گفت:« به نماینده گی از مردم ولایت کاپیسا از رهبری امارت اسلامی می‌خواهیم تا در زراعت، مالداری و آبیاری توجه جدی نمایند، ولایت کاپیسا سرشار از منابع طبیعی، آب فراوان و اقلیم مناسب است.» 
نعمانی افزود:« ساخت فارم‌های ماهی، توزیع وسایل زراعتی و تخم اصلاح شده گندم، ساخت آبگردان‌ها و چکدم از نیاز مردم ولایت کاپیسا است.»
در همین حال، داکتر ایوب احدی رییس مالداری وزارت زراعت گفت:« ماهی پروری و زنبورداری در کنار مالداری نتیجه خوبی داده است، ایجاد مراکز جمع آوری شیر و ترویج نسل‌های حیوانات به ویژه گاوهای که شیر بیشتر نتیجه می‌دهند و در رشد اقتصادی مردم مهم است.»
محمد سالم یکتن از دهاقین ولسوالی کوهبند گفت:« ما نیاز جدی به آب داریم تا زمین غیر مزروعی به زمین‌های پر حاصل تبدیل شود، توزیع تخم اصلاح شده بذری گندم و سبزیجات برای دهاقین ارزشمند است.»
ضیاالرحمن رییس انجمن جنگلات ولسوالی نجراب گفت:« ما از جنگلات بیشترین عواید را جمع آوری میکنیم، باید از قطع جنگلات جلوگیری شود».
حفظ منابع طبیعی و جنگلات، توزیع وسایل زراعتی و تخم اصلاح شده بذری، ایجاد چکدم ها، مدیریت آب دریا، جلوگیری از شکار بی رویه پرنده گان، توزیع کودکیمیاوی و توزیع ادویه جات نباتی و حیوانی از مشکلات عمده دهاقین در ولایت است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS