د کرنیزو تخمونو د قانون د مسودې غني کولو په پار مشورتي غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Jul 22 2024 1:46 PM
د کرنیزو تخمونو د قانون د مسودې غني کولو په پار مشورتي غونډه دائره شوه

۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو شمېر مسوولینو او کارپوهانو په حضور کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزو تخمونو د قانون د مسودې غني کولو په پار مشورتي غونډه دائره شوه.
په دې پروګرام کې، چې درې ورځې به دوام وکړي، کارپوهانو د هېواد د کرنیزو تخمونو د قانون د مسودې د غني کولو په اړه خپل نظرونه څرګند او د مسودې په بېلابېلو تخنیکي اړخونو به خبرې اترې وکړي.
ددې برنامې په پرانیست غونډه کې دکرنې وزارت دکرنې او مالداۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کرنیزو تخمونو د قانون د مسودې په برخه کې هلې ځلې یو بنسټیز کار وباله او زیاته یې کړه: «افغانستان یو کرنیز هېواد دی. که موږ د کرنې بنسټ غښتلی کړو، نو زموږ هېواد به هم پیاوړی شي، په همدې توګه کرنیز تخمونه او د کارونې څرنګوالي یې هم د کرنې بنسټ جوړوي، که چیرې دکرنیزو تخمونو قانون په سمه توګه چمتو او د هېواد واقتعیتونو او اړتیاوو سره سم ترتیب شي د هېواد د بزګرانو ستونزې به تر ډېره حده حل شي.»
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر عملي کار ټینګار وکړ او د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له کارپوهانو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې عملي او اساسي اړخونه په پام کې ونیسي، ترڅو په هېواد کې د کرنې سکټور شته ستونزې او ننګونې حل شي.
د کرنې وزارت د اصلاح شویو تخمونو د کیفیت ساتلو په موخه، ځانګړې کړنلارې لري، چې پلي کوي یې او د کیفیت د کنټرول په موخه د کرنې په وزارت کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ریاست تر عنوان لاندې یو ریاست فعالیت لري، چې له یاد ریاست څخه د کیفیت د تصدیق له ترلاسه کولو وروسته کرنیزو تخمونو ته د وېش او کرلو اجازه ورکول کېږي.


جلسه مشورتی غنی سازی مسوده قانون تخم‌های بذری برگزار شد 
۱ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه مشورتی جهت غنی سازی مسوده قانون تخم‌های بذری در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و شماری از مسوولان و متخصصین وزارت زراعت و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد برگزار شد.
در این جلسه متخصصین به مدت سه روز نظریات شان را پیرامون غنی سازی مسوده قانون تخم‌های بذری کشور بیان کرده و جوانب مختلف تخنیکی مسوده را به بحث می‌گیرند. 
در افتتاح این برنامه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت کار در بخش مصوده قانون تخم‌های بذری را یک کار بنیادی در بخش زراعت دانسته علاوه کرد" افغانستان یک کشور زراعتی است و اگر ما بنیاد زراعت را مستحکم سبازیم کشور ما نیز مستحکم می‌باشد و همین گونه تخم‌های بذری و چگونگی استفاده از آن نیز بنیاد زراعت را تشکیل می‌دهد که اگر قانون تخم‌های بذری خوب تهیه شود و مطابق به واقعیت‌ها و نیازمندی کشور ترتیب گردد تا حدود زیادی مشکلات دهقان کشور حل می‌گردد".
در همین حال معین زراعت و مالداری تاکید بر کار عملی در سکتور زراعت و مالداری کرده و از متخصصین وزارت زراعت و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد خواست که بیشتر جنبه‌های عملی و بنیادی کار را در نظر بگیرند تا خالی‌گاه‌ها و مشکلات در سکتور زراعت کشور حل گردد.
وزارت زراعت به منظور حفظ کیفیت تخم‌های اصلاح شده بذری پروسیجرهای مشخصی دارد که آن را تطبیق می نماید و به منظور کنترول کیفیت آن  یک ریاست در وزارت زراعت تحت عنوان ریاست تصدیق دهی تخم‌های بذری فعالیت دارد که تخم‌های بذری پس از دریافت تصدیق کیفیت از سوی آن اجازه توزیع و کشت را دریافت می کنند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS