د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په پروان کې د غنمو تخم د تولید له یوه شرکت څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Thu, Jul 18 2024 9:28 AM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په پروان کې د غنمو تخم د تولید له یوه شرکت څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» او ورسره مل پلاوي پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جبل السراج سبز دکرنیزو تخمونو د تولید او د کرنیزو خدمتونو له شرکت څخه لیدنه وکړه.
د جبل السراج سبز د کرنیزو تخمونو د تولید او د کرنیزو خدمتونو شرکت د غنمو او حبوباتو ډول ډول تخمونه پروسس او تولیدوي او د کرکیلې په موسم کې یې پر بزګرانو وېشي.
 د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو کرنه په ځانګړې توګه د غنمو د اصلاح شوي تخمونو کرکېله د حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول لوبوي، چې د کرنیزو تخمونو دتولید شرکتونو له خوا تولیدیږي او په بزګرانو وېشل کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دغه وزارت د یوشمېر رییسانو او کارکوونکو په ګډون د یوې پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ د عمومي وضعیت د څېړلو او د کروندګرو او مالدارانو د ستونزو د حل په موخه پروان ولایت ته سفر کړی دی.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از یک شرکت تولید تخم بذری گندم در پروان
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  و هیئت همراهش در جریان سفر به ولایت پروان از شرکت تولید تخم‌های بذری و خدمات زراعتی جبل‌السراج سبز دیدن نمود.
شرکت تولید تخم‌های بذری و خدمات زراعتی جبل‌السراج سبز انواع مختلف تخم بذری گندم و حبوبات را پروسس و تولید می‌نماید و به دهاقین در فصل کشت توزیع می‌نماید.
کشت و زرع تخم اصلاح شده بذری حبوبات به ویژه گندم در افزایش حاصلات نقش عمده دارد که توسط شرکت‌های تولید تخم بذری تولید و به دهاقین توزیع می‌گردد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور حل بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری و حل مشکلات دهقانان و مالدارن در رائس یک هیئت از روئسا و کارمندان این وزارت به ولایت پروان سفر کرده است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS