د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پروان ولایت له مرستیال والي سره وکتل

mail-admin
Tue, Jul 16 2024 4:01 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پروان ولایت له مرستیال والي سره وکتل

۲۶چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» او ورسره مل پلاوي د پروان ولایت له مرستیال والي مفتي محمد عارف انوري سره ددې ولایت د یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې وکتل او خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند په دې کتنه کې د خپل سفر موخه څرګند او په دې برخه کې یې د پروان ولایت له سیمه ییزو چارواکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل: «دغه ډله د قومي مشرانو او ملاامامانو په همکارۍ د عشر او زکاتو راټولو په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ جلبولو، له غصب څخه د راګرځول شویو ځمکو د اجارې، د طبیعي سرچینو او د مخابراتي انتنونو له لارې د کرنې وزارت د عوایدو ټولولو د انسجام په موخه دغه ولایت ته راغلي دي.»
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال زیاته کړه: «د پروان ولایت یو له کرنیزو او حاصلخېزو ولایتونو څخه دی، موږ د اقتصاد ریاست، مستوفیت، امنیه قومندانۍ او استخباراتو په همکارۍ کار کوو ترڅو عواید راټول او دغه ولایت اتقصادي ودې ته ورسوو.»
په همدې حال کې د پروان ولايت مرستیال والي مفتي محمد عارف انوري وويل: «زموږ هېواد کرنيز، صنعتي او معدني هېواد دی، موږ بايد هڅه وکړو او اقتصادي ودې ته يې ورسوو، دا يوه ښه غونډه ده، چې په کې تصميمونه نيول کېږي، موږ ستاسو د پلانونو په پلي کولو کې له تاسو سره پوره همکار یو.» 
د پروان ولایت د کرنې رییس مولوي روح الله روحاني پروان ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د سفر د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: «موږ ډېرې اړینې اړتیاوې لرو، مېوو او سبو ساتنې په پار دې د سالنګ په ولسوالي کې سړې خونې جوړ شي، کروندګرو لپاره شنې خونې جوړ او د موسمې سېلابونو د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په پار دې چکډېمونه ورغول شي.»
په ورته وخت کې د پروان ولایت د استخباراتو رییس او امنیه قوماندان د بشپړ امنیت او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له کارکوونکو سره په بېلابېلو برخو کې د پراخو همکاریو ډاډ ورکړ.
د پروان ولایت دکرکیلې لپاره مناسب اقلیم او ډېرې اوبه لري او ډول ډول کرنیز توکي تولیدوي، چې ددې ولایت د اړتیا ترڅنګ نورو لایتونو ته هم صادرېږي.
ددې لیدنې پر مهال د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوي مصباح الدين مستعین، د مالدارۍ د خدماتو رییس ايوب احدي، د مالدارۍ رییس قاري محمد اکبر امين،د مالي او اداري مرستیالۍ سلاکاران مولوي ندا محمد عابد او محمد امین ځواکمل او دکرنې وزارت د بېلابېلو څانګو یو شمېر کار پوهان او کارکوونکي هم شتون درلود.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با معاون والی ولایت پروان دیدار کرد
۲۶ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش با مفتی محمد عارف انوری معاون والی ولایت پروان در حضور داشت شماری از مسوولین امنیتی و محلی این ولایت دیدار و گفتگو کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار هدف سفرش را بیان نموده و خواستار همکاری مسوولان محلی ولایت پروان در آن بخش شد:« این تیم به‌منظور جلب همکاری و هماهنگی در بخش جمع‌آوری عشر و زکات به همکاری بزرگان قومی و ملا امامان، جمع‌آوری و انسجام عواید وزارت زراعت از طریق اجاره‌دهی زمین‌های استرداد شده از غصب، منابع طبیعی و آنتن‌های مخابراتی به این ولایت آمده است».
معین مالی و اداری وزارت زراعت افزود:« ولایت پروان از ولایات زراعتی و حاصلخیز است، در همکاری با ریاست اقتصاد، مستوفیت، قوماندانی امنیه و استخبارات کار می نماییم  تا عواید را جمع آوری نماییم و  این ولایت را بر رشد اقتصادی برسانیم.»
 در همین حال مفتی محمد عارف انوری معاون والی ولایت پروان گفت:« کشور ما زراعتی، صنعتی و معدنی است ما باید تلاش کنیم و آن را  بر رشد اقتصادی برسانیم، این دیدار خوبی است که تصامیم گرفته می‌شود، ما در تطبیق پلان‌ها با شما همکار هستیم.»
مولوی روح‌الله روحانی رییس زراعت ولایت پروان ضمن قدردانی از سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت پروان گفت:« ما نیازهای مبرم داریم  سردخانه‌ها در ولسوالی سالنگ ساخته شود تا میوه جات و سبزیجات نگهداری شود، سبزخانه‌ها برای دهاقین ایجاد و جهت جلوگیری از سیلاب‌های موسمی و بلند بردن آب زیر زمینی چکدم‌ها ساخته شود».
در همین حال رییس استخبارات و قوماندان امنیه ولایت پروان از امنیت کلی و همکاری گسترده در بخش‌های مختلف با کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری سخن اطمیان دادند.
ولایت پروان با داشتن اقلیم مناسب و آب فراوان زمینه فراورده های مختلف زراعتی تولید می‌شود که به سایر ولایات نیز صادر می‌گردد.
در جریان این دیدار مولوی مصباح الدین مسعین رییس اطلاعات، اگاهی عامه و سخنگو، ایوب احدی رییس خدمات مالداری، قاری محمد اکبر امینی رییس اداری، مولوی ندا محمد عابد و محمد امین ژواکمل مشاورین معین مالی و اداری و شماری از متخصصین و کارمندان بخش‌های مختلف وزارت زراعت نیز حضور داشتند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS