د هلمند واشېر کې یوشمېر مالدارانو سره د وړیو پرېکولو د ماشینونو مرسته وشوه

mail-admin
Mon, Jul 08 2024 1:35 PM
د هلمند واشېر کې یوشمېر مالدارانو سره د وړیو پرېکولو د ماشینونو مرسته وشوه

۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا د واشېر ولسوالی مالدارانو سره د وړیو پرېکولو د ٣ پایو ماشیانو مرسته وشوه.
دغه ماشینونه په یوه ساعت کې له ٤٠ څخه تر ٥٠ راسه پسونو پورې د وړیو د پرېکولو وړتیا لري، چې د ټولې ولسوالی مالداران به په وړیا ډول ګټه ورڅخه اخلي. 
دیادو ماشینانو د ویشنې پر مهال د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت وویل :«داچې تر دې وړاندې د واشېر ولسوالی مالدارانو په محلي ډول د خپلو مالونو څخه وړۍ پرې کولې چې له یوې خوا به یې وخت ضایع کېدل او له بلې خوا به په غیر معیاري ډول دغه چارې سرته رسیدلې، له دې وروسته به په کم وخت کې په مسلکي ډول نوموړي مالداران د خپلو مالونو وړۍ د یادو ماشیانو پر مټ پرې کوي او بیا به یادې وړۍ بازار ته د پلور لپاره وړاندې کوي.»
نوموړي همدارنګه وویل، چې له دغو ماشینانو څخه به په منظم ډول په دسته جمعي توګه د هر کلي مالداران ګټه اخلي تر څو په دې برخه کې یې پرتې ستونزې حل شي.
ښاغلي هدایت همدارنګه وویل، چې دکرنې ریاست په غوښتنه او د افغانانو لپاره د هالنډ کمېټې په مالي همکارۍ دغه مرستې چمتو شوي دي، چې هڅه به وکړي ترڅو نورو ولسوالیو ته هم دغه ډول ماشینونه ووېشي.
دیادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم هلمند کې د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې زرګونه مالدارنو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS