د کرنې وزارت د پروژو د لومړیتوبونو په اړه غونډه دائره شوه

mail-admin
Sun, Jun 09 2024 9:04 AM
د کرنې وزارت د پروژو د لومړیتوبونو په اړه غونډه دائره شوه

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې وزارت د سکتوري ریاستونو د رییسانو په شتون کې د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء ته د کرنې وزارت د وړاندیز شویو پروژو د لومړیتوبونو په اړه د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست کې غونډه دائره شوه.
 د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثمان د پروژو په تطبیق کې د بزګرانو او مالدارانو د اړتیاوو په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ او له حاضرو مشرانو څخه یې وغوښتل، چې د خلکو د اړتیاوو له مخې پروژې چمتو کړي، ترڅو د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې او پلي شي. 
ورپسې د کرنې وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست کارکوونکو د نیمګړیو پروژو،   د ستراتیژیکو زېرمو، د چرګانو، الوتونکو،کبانو او د اقتصادي حشراتو، د مالدارۍ او بڼوالۍ پراختیا، کورني اقتصاد او کرنې په برخه کې وړاندیز شوې پروژې شریکې کړې، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا پرې خبرې اترې وشوې.

جلسه‌ای به منظور اولویت‌بندی پروژه‌های وزارت زراعت برگزار شد 
۲۰ جوزا ۱۴۰۳ ه‍.ش
جلسه‌ای  به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و روئسای ریاست‌های سکتوری وزارت زراعت پیرامون اولویت بندی پروژه‌های پیشنهادی  وزارت زراعت به مقام ریاست‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان در تالار ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های  وزارت زراعت دایر شد.
 مولوی صدراعظم عثمانی معین معین زراعت و مالداری تاکید بر درنظر گیری نیازمندی‌های دهقانان و مالداران در تطبیق پروژه‌ها کرده و از  روئسای حاضر خواست که  با توجه به نیازمندی‌های مردم پروژه‌ها را تهیه نمایند تا به مقام ریاست‌الوزراء پیشکش شود و پس از آن روی تطبیق آن کار صورت گیرد.
بعداً کارمندان ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت در مورد پروژه‌های نیمه‌کاره، پروژه‌های پیشنهادی در بخش ذخایر استراتیژیک، طیور و ماهی و حشرات اقتصادی، انکشاف مالداری، باغداری، اقتصاد خانواده و زیر بنای زراعتی را شریک نمودند که از سوی حاضرین جلسه در مورد آن بحث صورت گرفت.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS