د هرات والي سره د کرنې وزارت دلوړ پوړې پلاوي کتنه

mail-admin
Thu, Jun 06 2024 1:08 PM
د هرات والي سره د کرنې وزارت دلوړ پوړې پلاوي کتنه

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړ پوړي پلاوي هرات ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو شمېر رییسانو په حضور کې  د دغه ولایت له والي شیخ نوراحمد اسلام جار سره وکتل.
په دې کتنه کې د هېواد د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د هرات ولایت د کرنیزو محصولاتو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د وچې او تازه مېوو د صادراتو په پار د زمینې برابرولو خبر ورکړ. 
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هرات د زعفرانو تولید او پروسس خورا ښه وباله او ویې ویل: «تېر کال له هرات څخه ۲۲ مټریک ټنه زعفران راټول شوي وو چې، اوس مهال د هېواد ۹۵ سلنه زعفران له هرات څخه ترلاسه کېږي. د افغانستان زعفران هند، متحده عربي اماراتو، هسپانیا، سعودي عربستان، امریکا، اندونیزیا، ترکیې، انګلستان او د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرېږي.»
دغه راز د کرنې وزارت د طبيعي سرچينو مرستیال مولوي باز محمد فيضان د پستې او انجې د حاصلاتو د زياتوالي خبر ورکړ او ويې ويل، چې طبيعي سرچينې په بشپړه توګه خوندي دي.
مولوي فیضان دغه راز وویل، چې د کرنې وزارت د پستې ځنګلونو او انجې بوټي کرکیلې سیمو ته پراختیا ورکوي.
په همدې حال کې په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار وویل، چې سږ کال د اورښتونو له وجې بزګرانو لپاره د حاصلاتو ډک کال دی، خو ټینګار یې وکړ چې باید بهرنیو هېوادونو ته د بزګرانو د مېوو د صادراتو زمینه برابره شي.

دیدار ه‍یئت عالی رتبه وزارت زراعت با والی ولایت هرات
۱۷ جوزا ۱۴۰۳ ه‍.ش
هیئت عالی رتبه وزارت زراعت با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی و شماری از روئسای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که طی یک سفر رسمی به ولایت هرات سفر کرده اند با شیخ نور احمد اسلام جار والی آن ولایت دیدار کردند.
در این دیدار مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت پیرامون اهمیت محصولات زراعتی ولایت هرات سخن زده و از تلاش‌های وزارت زراعت جهت فراهم سازی زمینه  صادرات میوه‌های تازه و خشک افغانستان به کشورهای جهان خبر داد.
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  تولید و پروسس زعفران هرات را عالی توصیف کرده و گفت «که سال گذشته ۲۲ متریک تن زعفران از هرات جمع شده است که در حال حاضر ۹۵ درصد زعفران کشور از هرات بدست می آید که زعفران افغانستان به کشورهای هند، امارات متحده عربي، اسپانیا،  عربستان، امریکا، اندونیزیا، ترکیې، انگلستان و دیگر ممالک جهان صادر می شود».
در ادامه مولوی باز محمد فیضان معین منایع طبیعی  وزارت زراعت از افزایش حاصلات پسته و هنگ خبر داده و می گوید که منابع طبیعی تحت محافظت کامل قرار دارند.
مولوی فیضان همچنان می‌گوید که  جنگلات پسته و گیاه هنگ توسط وزارت زراعت در حال توسعه است.
در همین حال در این دیدار شیخ نور احمد اسلام جار والی هرات با بیان اینکه امسال بارش باران سال پر حاصلی را برای دهاقین رقم زده است اما تاکید کرد که باید زمینه صادرات میوه‌های دهاقین به خارج از کشور فراهم شود.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS