کندهار کې د چرګانو روزنې فارمونو ستونزو ته د رسېدنې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Jun 04 2024 2:04 PM

د کندهاردکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ددې ولایت د چرګانو روزنې فارمونو ستونزو ته د رسېدنې په پار د همغږۍ غونډه دائره کړه.
دغه غونډه، چې د کندهار دکرنې رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ دائره شوې وه په کې، د کندهار دکرنې ریاست دکرنیزو چارو آمر الحاج مولوی شمس الرحمن موسی، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حاجي محمد حامد، د افغان طیوري شرکت رییس قاري اسماعیل مخلص، د کندهار پوهنتون استاد انجنیر مختار احمد فیض او د یوشمېر فارمونو استازو ګډون درلود. 
د غونډې په پیل کې دکندهار دکرنې رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي وویل: «د افغانستان اقتصاد تر ډېره په کرنه او مالدارۍ ولاړه ده، باید یادو برخو ته ډېره پاملرنه او کار ووشي او د کندهار ولایت باید د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر ځان بسیاشي.»
په همدې حال کې د افغان طیوري شرکت رییس وویل، چې یاد شرکت د افغانستان په کچه فعالیت کوي، هغه وویل: «زموږ موخه د چرګانو روزنې د برخې کیفیت لوړول او بیې ټیټول دي، موږ غواړو چې په یاده برخه کې د هېواد ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو او د کندهار ولایت د چرګانو روزنې په برخه کې پر ځان بسیا کړو.»
هغه د کندهار دکرنې له رییس څخه وغوښتل، چې ددې ولایت د چرګانو روزنې فارم لرونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په همدې حال کې د کندهار ولایت د چرګانو روزنې یوشمېر نورو فارم لرونکو هم خپلې ستونزې او غوښتنې دکندهار دکرنې له رییس سره شریکې کړې، چې د کندهار دکرنې رییس د دوی ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې او دوی ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS