پکتیا کې پر سلګونو بزګرانو د سبو د تخمونو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Sat, Jun 01 2024 11:43 AM

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناورې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز ګردیز او احمدابا ولسوالی پر ۲۵۵ بزګرانو د سبو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د پکتیا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروسې له لارې پر یادو بزګرانو د بېلابېلو سبو؛ لکه « ګشنیز، پالک، سره ملۍ، کاهو، ګندنه او نیش پیاز» تخمونه او ترڅنګ یې توره او سپینه سره وېشل کېږي.
د پکتیا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره پر دغو بزګرانو د سبو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش ترڅنګ دوی ته د سبو کرکیلي په برخه کې لازمې لارښوونې هم کېږي.
ددغو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش موخه د بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو دودول او په ټوله کې د سبو د تولیداتو زیاتول دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS