په افغانستان کې د چین له سفیر سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
Wed, May 29 2024 2:41 PM
په افغانستان کې د چین له سفیر سره د کرنې وزیر لیدنه

۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د چین جمهوري هېواد له سفیر ژاو شینګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې له افغانستان سره د چین د همکاریو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په بېلابېلو برخو کې د کرنې وزارت د برنامو او لاسته راوړنو په اړه د چین سفیر ته معلومات وړاندې کړل او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د چین هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عمري وویل: «افغانستان هغه هېواد دی، چې کرنه یې په دودیز ډول ترسره کېږي او موږ هڅه کوو چې له خپلو کروندګرو سره د پرمختللو کرنیزو تکنالوژیو د برابرولو، د کوکنارو د کښت لپاره د مناسب بدیل په موندلو او په کرونده کې د اوبو د تنظیم په برخه کې همکاري وکړو او په دې پرخه کې موږ ستاسو همکارۍ او مرسته غواړو، ځکه چې زموږ بزګران په تېرو څو لسیزو کې ډېر زیانمن شوي او اړتیا ده، چې ورسره همکاري وکړو.»
همدارنګه د کرنې وزیر د مؤسسو په زیاتو اداري لګښتونو نیوکه وکړه او له کرنې وزارت او اسلامي امارت سره د مرستندویو هېوادونو او موسسو د مستقیمې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې په کابل کې د چین هېواد سفیر ښاغلي ژاو شینګ په افغانستان کې د کانونو، صنایعو او نورو برخو کې د چین هېواد د کارونو او د پرمختګ د څرنګوالي په اړه دکرنې وزیر ته معلومات ورکړل.

دیدار وزیر زراعت با سفیر چین در افغانستان 
۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با ژاو شینگ، سفیر جمهوری چین مقیم کابل دیدار و خواستارهمکاری‌کشور چین با افغانستان در بخش زراعت و مالداری شد .
در این دیدار مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در مورد برنامه‌ها و دستاورد‌های وزارت زراعت در بخش‌های مختلف به سفیر چین معلومات ارایه کرده و خواستار همکاری کشور چین در بخش زراعت و مالداری شد.
آقای عمری افزود" افغانستان یک کشوری است که زراعت آن به شکل سنتی به پیش می‌رود و ما در تلاش هستیم که برای دهاقین خود در بخش فراهم سازی تکنالوژی‌های پیشرفته زراعتی، دریافت بدیل مناسب برای کشت کوکنار و تنظیم آب در مزرعه همکاری کنیم که در این راستا خواستار همکاری شما نیز می‌باشیم چون دهاقین ما در چند دهه اخیر بسیار متضرر شدند و نیاز است که با آنها همکاری صورت گیرد".
همچنان وزیر زراعت از کارکرد و مصارفات اداری بیش از حد موسسات انتقاد کرده و خواستار همکاری مستقیم کشور ها و سازمان های مدت رسان با وزارت زراعت و امارت اسلامی شد.
 در همین حال آقای ژاو شینگ، سفیر چین مقیم کابل پیرامون کارهای کشور چین در افغانستان دربخش‌های معادن، صنعت و سایر بخش‌ها انجام می‌دهند و چگونگی پیشرفت آن به وزیر معلومات ارایه کرد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS