د رییس الوزراء اداري مرستیال د کندز د کرنې ریاست له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Mon, May 27 2024 12:57 PM
د رییس الوزراء اداري مرستیال د کندز د کرنې ریاست له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

 ۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته تللی دی، په داسې حال کې چې د کندز والي ملا نثار احمد نصرت، امنیه قومندان مولوي سیف الله او دکندز ولایت د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رییسانو یې ملتیا کوله د کندز دکرنې ریاست او د یاد ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې د کندز ولایت د کرنې رییس مولوي امان الله حسن د ریاست الوزراء د اداري مرستیال په حضور کې د کندز ولایت د کرنې او مالدارۍ سکتور لاسته راوړنې او فعالیتونه بیان کړل او دغه راز د کندز په ولایت کې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو پر وړاندې ستونزې او ننګونې یې هم مطرح کړل او د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه څخه یې د کرنې او مالدارۍ برخې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کندز ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د کندز ولایت د کرنې ریاست د فعالیتونو قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د کندز بزګرانو او مالدارانو ته د غور چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار هر اړخیزې مرستې او همکاري کوي. 
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال دکندز ولايت دسيمه ييزو مسوولينو په شتون کې د څېړنې کرنیز بڼ ملي کلکسیون، شنو خونو او د انجې بوټي کرل شویو سمیو څخه چې دکندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له فعالیتونو څخه دی هم لیدنه وکړه.

معاون اداری رئیس الوزارا از فعالیت‌ها ریاست زراعت کندز بازدید کرد 
۷ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان که طی یک سفر رسمی به ولایت کندز سفر کرده است در حالی که ملا نثار احمد نصرت والی کندز، مولوی سیف الله قمندان امنیه و شماری از روئسای ادارت محلی ولایت کندز وی را همراهی می کردند از ریاست زراعت ولایت کندز و کار کرد‌های آن بازدید نمود.
 در جریان این بازدید در نخست مولوی امان الله حسن رئیس زراعت ولایت کندز دست آوردها و فعالیت‌های ریاست زراعت ولایت کندز که در سکتور زراعت و مالداری انجام داده است را در حضور معاون اداری ریاست الوزرا بیان نموده و همچنان مشکلات، چالش‌های دهاقین، باغداران و مالداران که در ولایت کندز به آن مواجه هستند را نیز مطرح نمود و خواستار توجه بیشتر رهبری امارت اسلامی افغانستان به سکتور زراعت و مالداری شد.
متعاقبآ مولوی عبدالسلام  حنفی معاون اداری ریاست الوزرا از فعالیت‌های ریاست زراعت ولایت کندز  که  در  سکتور زراعت، آبیاری و مالداری در ولایت کندز انجام داده است قدر دانی نموده و  تعهد هر نوع کمک و همکاری در بخش ارایه خدمات بهتر به سکتور زراعت و مالداری برای دهاقین و مالداران ولایت کندز را نیز سپرد.
در همین حال  معاون اداری ریاست الوزرا با حضورداشت مسوولان محلی ولایت کندز از کلکسیون ملی باغ تحقیقاتی زراعتی، گلخانه‌ها و ساحه نبات هنگ غوزه که نمونه از فعالیت‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز می‌باشد بازدید به عمل آورد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS