هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, May 06 2024 11:38 AM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

١۷ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۰۴ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
د غونډې په پیل کې د تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج لخوا مرکز کابل کې د تخنیکي پلاوي لپاره د جوړ شوي سیمینار په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل، هغه ټول هغه علمي موضوعات چې د سیمینار ګډونوالو ته په مرکز کې ارائیه شوي ؤ د هلمند تخنیکي پلاوي سره شریک کړل.
وروسته په مرکز لښکرګاه کې د سولې څلور لارې ته څېرمه د ٤ بابه تجارتي مارکېټونو، په ٩ حوزه کې د اداري سیمي، په بولان کې د ٣ بابه تجارتي مارکېټونو، د اختصاصي محکمې لخوا محول شوي عرایض، د هلمند او ارغنداب سیند پر غاړه د ٢٩٠ جریبه ځمکې موضوع، د غازي ایوب خان او سردارګل محمد خان مینې موضوعاتو چې نسبتي دوسې یې د تخنیکي پلاوي تر بررسۍ لاندې دي بحث او خبرې وشوې چې په ګڼو مواردو کې ورباندې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دې غونډه کې د هلمند ولایت مقام، مربوطه محاکمو او نورو امارتي ادارو لخوا راغلي موضوعات هم تر بحث لاندې ونیول شول چې په اړه یې مربوطه مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې.
همدارنګه دامارتي ځمکو د غصب مخنیوی کمیسون لخوا راغلي هدایتونه او مکتوبونه هم ولوستل شول، چې پر وخت به ورباندې لازمې کړنې ترسره کړل شي.
وروستیو کې د یوشمېر انفرادي اشخاصو عرایضو او املاکي موضوعات هم وارزول شول، دبېلابېلو اشخاصو ستونزو ته د حل په برخه کې داصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS