اینجه د کوکنارو ښه بدیل؛ ننګرهار کې پر لسګونه جریبه ځمکه اینجه کرل شوې

mail-admin
Sat, May 04 2024 2:02 PM
د ننګرهار د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس د ننګرهار په سره رود، بهسود، ګوشته، حصارک، کوټ او هسکي مېني ولسوالیو کې پر ۴۷.۲ جریبه ځمکه اینجه «هنګ» کرل شوي.

د ننګرهار د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس د ننګرهار په سره رود، بهسود، ګوشته، حصارک، کوټ او هسکي مېني ولسوالیو کې پر ۴۷.۲ جریبه ځمکه اینجه «هنګ» کرل شوي.
اینجه د کوکنارو یو ښه بدیل نبات دی، چې د کوکنارو په پرتله یې عاید څو چنده زیاته ده.
د اینجي یو جریب ۱۸۰ کیلو حاصل ورکوي، چې فې کیلو یې تر ۱۵ زره افغانیو ارزښت لري.
د ننګرهار ولایت اقلیمي شرایط د اینجې د کرلو لپاره مناسبه ده، دننګرهار د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي په هغو ولسوالیو کې چې اینجه ښه نتیجه ورکوي ترویج کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د خورا اغېزمن اقدام په ترڅ کې په هېواد کې د کوکنارو او نشه یې توکو کښت صفر کچې ته راټیټ شوی، په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کوکنارو او نورو نشه یي توکو د بدیل کښت د ترویج په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې یې ډېر شمېر پروګرامونه پلي او له نړۍوالو مرستندویو ټولنو او مؤسسو څخه یې غوښتي، چې له بزګرانو سره د بدیل کښت په برخه کې مرسته وکړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS