د کرنې وزیر د ولایتونو د کرنې له رییسانو سره وکتل

mail-admin
Mon, Apr 29 2024 9:14 AM
د کرنې وزیر د ولایتونو د کرنې له رییسانو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ولایتونو د کرنې له رییسانو سره وکتل او د هغوی پر ستونزو یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ پر ودې ټينګار وکړ او ويې ويل: «کرنه او کانونه زموږ د هېواد اصلي عواید دي، بايد په مرکز او ولايتونو کې د کرنې او مالدارۍ سکټور ته پياوړتيا ورکړو او ملاتړ یې وشي، تر څو خلکو ته له ناروغیو پرته باکیفیته خوراکي توکي وړاندې کړو.» 
د کرنې وزیر زیاته کړه: «سوداګر د خپلو ګټو لپاره باید ټیټ کیفیت لرونکي توکي وارد نکړي، ځکه چې زموږ خلک زیانمنېږي او هڅه دې وکړي، چې دننه  په هېواد کې باکیفیته توکي تولید کړي، ترڅو زموږ هغه ځوانان، چې بهر ته ځي او مزدوري کوي د ننه په هېواد کې ورته د کار زمینه برابره شي، زموږ د خلکو د ستونزو یوازینۍ حل د کرنې او مالدارۍ له لارې د کار زمینه برابرول، کارموندنه او له عوایدو څخه په سمه توګه ګټه پورته کول دي.»
په دې کتنه کې دغه راز د ولایتونو دکرنې رییسانو د ځمکو غصب مخنیوي کارکوونکو د امتیازاتو او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو په برخه کې د صلاحیتونو، د اړتیاوړ بودیجې او کاري امکاناتو برابرولو، د غصب په مخنیوي کې د اداراتو د همغږۍ پر ایجاد، د کرنې رییسانو له لارښوونې سره سم د شنې قطعې کړنې او د عشر او زکاتو د راټولولو په برخه کې د امکاناتو او صلاحیتونو  په اړه خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د ولایتونو د کرنې ریاستونو کې شته ستونزې او ننګونې واورېدې او د هغو پر قانوني حل یې ټینګار وکړ.

وزیر زراعت با رییسان زراعت ولایات دیدار کرد
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با رییسان زراعت ولایات دیدار و پیرامون مشکلات شان بحث و گفتگو نمود.
مولوی عطاءالله عمری در این دیدار بر رشد زراعت و مالداری تاکید کرده گفت:« زراعت و معدن عواید عمده کشور ما است، باید زراعت و مالداری در مرکز و ولایت تقویه و حمایت شود، تا بتوانیم غذای با کیفیت بدون امراض برای مردم عرضه نماییم.»
وزیر زراعت افزود:« تاجران باید بخاطر فایده بیشتر  خود جنس بی‌کیفیت را وارد نکنند چون مردم ما متضرر می شوند و تلاش نمایند تا جنس باکیفیت را در داخل کشور تولید نمایند تا جوانان کشور که به خارج از کشور می‌روند و مزدوری می‌نمایند در داخل کشور زمینه کاری برایشان فراهم گردد یگانه راه حل مشکلات مردم ما از راه زراعت و مالداری، ایجاد اشتغال‌زایی و استفاده درست از عواید است.»
رییسان ولایات در مورد امتیازات و مسوولیت‌های کارمندان  جلوگیری از غصب و استرداد زمین، صلاحیت‌های کاری  در زمینه استرداد زمین‌های غضب شده، فراهم سازی بودیجه مورد نیاز و  امکانات کاری، ایجاد هماهنگی میان اادارات در  بخش جلوگیری از غصب زمین، اجراات مسوولان قطعه سبز مطابق هدایات رییسان زراعت و فراهم سازی امکانات و صلاحیت لازم در راستای جمع‌آوری عشر و زکات صحبت نمودند.
وزیر زراعت، آبیاری  و مالداری مشکلات و چالش‌های موجود در ریاست‌های زراعت ولایات را استماع نموده و برحل قانونمند آن تاکید نمود.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS