دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د دغه ریاست د نقشو د چاپ له څانګې څخه ليدنه وکړه 

mail-admin
Mon, Apr 29 2024 9:13 AM
دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د دغه ریاست د نقشو د چاپ له څانګې څخه ليدنه وکړه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د دغه ریاست د مېټاډېټا رياست د نقشو د چاپ له څانګې څخه په داسې حال کې ليدنه و کړه، چې د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د مېټاډېټا رییس انجنیر محمد شفيع ځاځی، د قراردادونو د تنفيذ رییس مولوي محمود حميدي او د اراضۍ لوی رياست یو شمېر چارواکو او کارکوونکو یې ملتيا کوله.
په پیل کې د مېټاډېټا رییس انجنیر محمد شفيع ځاځی او د نقشو د چاپ څانګې آمر محمد آصف شهابي په خپل وار د دغه څانګې د کارونو په اړه په پوره توګه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: «د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د هغو نقشو د واردولو څخه مخنيوی وکړي کومې چې له هېواد څخه بهر چاپېږي ځکه چې د اراضۍ ریاست په ياده څانګه کې کومې نقشې چې نورو امارتي ادارو او خلکو ته د هغو د رسمي غوښتنې پر بنسټ چمتو کېږي په دقيقه توګه او په لوړ معيار دي.»
ورپسې د اراضۍ لوی رییس د دغه څانګې د مسؤلینو او کارمندانو له زیار او کوښښ څخه مننه وکړه او هغو ته يې په خپلو دندو کې لازمې لارښوونې هم وکړې.
د يادونې ده، چې په دغه څانګه کې د هېواد په کچه په بېلابېلو سايزونو کې مختلف النوع نقشې، بروشرونه او داسې نور تبليغاتي اقلام په معیاري توګه چاپېږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS