د لوګر ولایت د نیالګیو کښېنولو په ملي کمپاین کې د کرنې وزیر ګډون

user-admin
Mon, Mar 11 2024 12:15 PM
د لوګر ولایت د نیالګیو کښېنولو په ملي کمپاین کې د کرنې وزیر ګډون


۲۱ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د لوګر په ولایت کې د نیالګیو کښېنولو په ملي کمپاین کې، چې د لوګر ولایت د سیمه ییزو مسوولینو او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو په شتون کې، د « نیالګي کېښودل وچکالۍ له منځه وړل» شعار سره پیل شو، ګډون وکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري لوګر کې د نیالګیو اېښودلو د ملي کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل: «موږ د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، طبیعي سرچینو او د هېواد د ځمکو تثبیت په برخو کې پنځه اساسي پروګرامونه لرو. نيالګي اېښودل د هېواد د سمسورتیا او زرغوتنیا لامل، د طبيعت لپاره مرهم او د خلکو د روغتيا لپاره ګټور دي.»
په همدې حال کې دلوګر ولايت دکرنې رييس مولوي سيد امين هاشمي ددغه رياست ديو کلن فعالیتونو دڅرګندولو ترڅنګ وويل: «سږکال په لوګر ولايت کې څه دپاسه سل زره نيالګي اېښودلو ته چمتو شوي دي، چې نن دا کمپاین پیلوو او له خلکو څخه غوښتنه کوو چې هر څوک (نارینه، ښځې او حتی ماشومان) نیالګی کښېنوي او ساتنه یې وکړي.»
د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور خلک د نیالګیو کېنولو ته وهڅول او ویې ویل: «د نیالګیو کېنول او پالنه یې یو دیني او فردي مسوولیت دی، د نیالګیو کېنول جاریه صدقه ده.»
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې نیالګي کېښودل، وچکالۍ له منځه وړل په شعار سره د نیالګیو کښېنولو ملي کمپاین پیل کړی دی.
د لوګر په ولايت کې د نيالګيو کېښودلو په ملي کمپاين کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاء الله عمري، د لوګر والي شيخ ضياء الرحمن مدني، د لوګر مرستيال والي محمد انوردين پرور، دکرنې رییس مولوی سید امین هاشمي، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د ښاروالۍ رییس، د لوګر ولایت د لوړو زده کړو رییس، سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او بزګرانو برخه اخیستې وه.

اشتراک وزیر زراعت در کمپاین ملی‌نهال شانی ولایت لوگر
۲۱ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در کمپاین ملی نهال‌شانی که با شعار «غرس نهال و محو خشک‌سالی» در ولایت لوگر با حضور مسئولان محلی و شماری از روئسای وزارت زراعت راه اندازی شده بود اشتراک کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در آغاز کمپاین ملی‌ نهال‌شانی گفت:« ما پنج برنامه اساسی در بخش‌های زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و تثبیت اراضی کشور زیر دست داریم، نهال‌شانی باعث سرسبزی و شادابی کشور، مرهم برای طبیعت و مفید برای سلامتی مردم می‌باشد.»
در همین حال مولوی سید امین هاشمی رییس زراعت ولایت لوگر در کنار بیان کارکردهای یک‌ساله این ریاست گفت:« امسال نزدیک  به صدهزار اصله نهال در سراسر ولایت لوگر آماده غرس است که امروز این کمپاین را آغاز می‌کنیم، ما از مردم می‌خواهم که هر فرد (مرد، زن و حتی کودکان) نهال غرس کنند و از آن نگه‌داری نماید.»
مولوی محمد انور دین پرور معاون والی ولایت لوگر با تشویق مردم برای غرس نهال گفت:« این یک مسوولیت دینی و فردی است که نهال غرس کنند و از آن نگه‌داری کنند، غرس نهال صدقه جاریه است.»
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لوگر کمپاین ملی نهال‌شانی را با شعار غرس نهال و محو خشک سالی در این ولایت آغاز نموده است.
در کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت لوگر مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، شیخ ضیاالرحمن مدنی والی ولایت لوگر، محمد انور دین پرور معاون والی ولایت لوگر، مولوی سید امین هاشمی رییس زراعت، رییس کلتور، رییس شاروالی، رییس تحصیلات ولایت لوگر، مسوولین محلی، بزرگان قوم و دهاقین اشتراک نموده بودند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS