د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې له نوي مشر سره وکتل

user-admin
Sun, Mar 10 2024 4:15 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې له نوي مشر سره وکتل


۲۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر له نوي رییس ګبرئیل سره وکتل.
دغه غونډه چې د کرنې په وزارت کې دائره شوې وه، په کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مخکنی مشرې مېرمن فاطمه، دکرنې وزارت بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب او د کرنې وزارت تخنیکي سلاکارانو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان له خلکو او نړۍ سره په خپلو کړو ژمنو وفادار دی او په دې برخه کې د پخوا په پرتله زیات کار کوي او نړۍ باید له امارت سره تعامل وکړي او له بزګرانو سره همکاري وکړي.«نړۍ ته مو وويل چې د نشه يي توکو کرکېله بنده ده، امنيت تامين شو، په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او درملنه يې وشوه، د نشه يي توکو کښت صفر شو، موږ له نړۍ څخه هيله کوو چې د افغانستان د کروندګرو او بزګرانو د ملاتړ په موخه همکاري وکړي. د کوکنارو د بدیل لپاره ډیرې بوټې لرو، د بزګر کورنۍ د نړۍوالو موسسو همکارۍ ته اړتیا لري ترڅو نور د مخدره توکو کښت ته مخه نه کړي، که څه هم امارت د شته امکاناتو سره سم کار کوي، خو بیا هم اړتیا ده، چې ددې هېواد خلکو سره همکاري ووشي. د کوکنارو بدیل، زعفران، پنبه، انځر او نور لوړ عاید لرونکي بوټي دي، چې باید بزګران ورته لاس رسی پیدا کړي.»
ورپسې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر پخوانۍ مشرې مېرمن فاطمه د افغانستان له خلکو سره د دغه ادارې د ژمنو او دوامدارو همکاریو په اړه خبرې وکړې:«نړۍ مني چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت تر۹۵ سلنې ډېر کم شوی دی، دا موضوع د سټلایټ له لارې ثبت او تایید شوې ده، د امارت کار فوق‌العاده دی، زه له دې هېواده له ښو خاطرو سره ځم، ځکه زما د ماموریت وخت پوره شوی دی اوس زما پر ځای ښاغلی ګبرئیل راغلی دی او زه تاسو ته د بریالیتوب هیله کوم.»
په دې غونډه کې د دغې ادارې د فعالیتونو او د تطبیق شویو پروژو په اړه هم معلومات وړاندې شول.

دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس جدید دفتر مبارزه علیه موادمخدر و جرایم سازمان ملل متحد 
۲۰ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
 مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با گبرئیل رئیس جدید دفتر مبارزه علیه موادمخدر و جرایم سازمان ملل متحد دیدار کرد.
این دیدار که وزارت زراعت دایر شده بود و در آن خانم فاطمه رئیس قبلی دفتر مبارزه علیه مواد مخدر، عبدالخالق محجوب رئیس بدیل معیشت و مشاوران تخنیکی وزارت زراعت حضور داشتند.
معین زراعت و مالداری در این دیدار به حاضران گفت امارت اسلامی افغانستان  با تعهد به مردم افغانستان و قولش به جهان وفادار است و در این زمینه بیشتر از گذشته کار می‌کند و نیاز است که جهان نیز با امارت تعامل داشته باشد و دهقانان را همکاری کند. " به جهان گفتیم که کشت و کار مواد مخدر بند است، ممنوع شد، امنیت تامین شد، معتادان جمع‌آوری و تداوی گردید، کشت مواد مخدر صفر گردید، از جهان توقع داریم که برای حمایت از دهقانان و مالداران افغانستان همکاری نمایند، نباتات زیادی برای بدیل کشت کوکنار داریم، خانواده دهقان به همکاری سازمان‌های جهانی نیاز دارند که دیگر به کشت مواد مخدر روی نیاورند، هرچند امارت با توجه به امکانات موجود کار می‌کند، با آن‌هم نیاز است که به مردم این ملک همکاری شود بدیل کوکنار زعفران، پنبه، انجیر و دیگر نباتات پر عاید است که می‌تواند به دسترس دهقانان قرار گیرد".
سپس خانم فاطمه رئیس قبلی دفتر مبارزه علسه مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد از تعهد و ادامه همکاری‌های این سازمان با مردم افغانستان سخن گفت :" جهان قبول دارد که کشت مواد مخدر بیش از ۹۵ فیصد در افغانستان کاهش یافته‌است، این موضوع از طریق ستلایت فلمبرداری و تائید گردیده ‌است، امارت کارش فوق‌العاده بوده، من با خاطره‌های خوش از این وطن می‌روم، چون وقت ماموریت من پوره شده و حالا بجای من آقای گبرئیل آمده و برای همه شما آرزوی موفقیت دارم".
در این جلسه در مورد فعالیت‌ها و پروژه‌های‌ تطبیق شده این سازمان نیز معلومات ارائه گردید.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS