د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «روپاني بنسټ» له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sun, Jan 28 2024 10:19 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «روپاني بنسټ» له چارواکو سره وکتل

۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د «روپاني بنسټ» له مسوولینو سره چې د «معیشیت او خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا» پروژې پلي کوونکی ده، وکتل او ددې بنسټ پر پلي شویو پروژو خبرې اترې وکړې.
روپاني بنسټ د خوړو نړیوال سازمان په مالي مرسته د ۱ میلیون او ۵۳۱ زره او  ۱۵۵ امریکايي ډالرو په لګښت د کابل ولایت په سروبي ولسوالی کې د «معیشیت او خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا» پروژه پلي کړی دی.
د دغه بنسټ د مسوولينو په وينا، د اوبو د زېرمې جوړول، د کبانو دکوچنیو  فارمونو جوړول، د کورنیو باغچو جوړول، د بزګرانو روزنه، د وسايلو وېش، د بايوګاز جوړول او د ګبيوني دېوالونو جوړول د دې بنسټ له فعالیتونو څخه دي.
د دغه بنسټ چارواکو زیاته کړه:د کابل ولایت په سروبي ولسوالی کې د «معیشیت او خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا» پروژې پلي کېدو سره به په مستقیم ډول ۳۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره او همدومره کسانو ته به د کار په بدل کې پیسې ورکړل شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې په مرکز او ولایتونو کې د همکارو بنسټونو په همکارۍ د کار زمینه برابره او له بزګرانو او مالدارانو سره مرسته و کړي.

معین زراعت و مالداری با مسوولان «بنیاد روپانی» دیدار کرد
۷ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسوولان «بنیاد روپانی» که تطبیق کننده پروژه «تقویت معیشت و مصونیت غذایی» اند دیدار و گفتگو کرد.
بنیاد روپایی که به حمایت مالی سازمان جهانی غذا تمویل می‌گردد پروژه را زیر نام تقویت معیشت و مصونیت غذایی در ولسوالی سروبی ولایت کابل به هزینه مجموعی یک میلیون ۵۳۱ هزارو ۱۵۵ دالر امریکایی راه اندازی نموده است.
به گفته مسوولان این بنیاد، احداث ذخیره آب، تاسیس فارم‌های کوجک ماهی‌پروری، ایجاد باغچه‌های خانگی، آموزش دهاقین، توزیع وسایل، ساخت بایو گاز و ساخت دیوارهای گیبیونی از فعالیت‌های این بنیاد بوده است.
مسوولان این بنیاد افزودند: با تطبیق پروژه «تقویت معیشت و مصونیت غذایی» در ولسوالی سروبی ولایت کابل برای سه هزار و ۲۰۰ به طور مستقیم زمینه کار را فراهم سازند، هم‌چنان به همین تعداد پول در مقابل کار نیز داده می‌شود.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد تا با همکاری نهادهای همکار زمینه اشتغال‌زایی را مهیا و به دهاقین و مالداران در مرکز و ولایات کمک نماید .

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS