د کرنې وزارت د کړنو د ارزونې په موخه د رهبرۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Jan 11 2024 11:19 AM
د کرنې وزارت د کړنو د ارزونې په موخه د رهبرۍ غونډه دائره شوه

۲۱ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم، دکرنې وزارت د رییسانو او کارپوهانو په حضور کې د دې وزارت د کړنو اروزونې او نویو پلانونو جوړولو په پار د رهبرۍ غونډه دائره شوه.
د غونډې په پیل کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کرنې له وزارت څخه د بزګرانو او مالدارانو پر غوښتنو خبرې وکړې او زیاته یې کړه:«د کرنې وزارت څخه د خلکو غوښتنې او هیلې ډېرې دي، چې دوی ته د کار او خدمت زمینه برابره کړي، ټول مسوولین دنده لري، چې په رښتنولۍ او پوره اخلاص سره خپلې چارې مخته یوسي او هلې ځلې وکړې، چې د هېواد پرمختګ ته زمینه برابره او د خلکو اړتیاوې پوره شي.»
 ورپسې مولوي باز محمد فیضان په کمېټو کې د رییسانو د مسوولیتونو او مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت دکرنې وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي، ترڅو دکرنې وزارت یې په اډانه کې دکرنې دودې او پراختیا په پار لازمې پرېکړې وکړي.
د غونډې په ترڅ کې رییسانو او متخصصینو د کرنې او مالدارۍ د کمپلکسونو د جوړولو د طرحې د چمتووالي، د قوش تېپېکانال له ځمکې څخه د اغېزمنې استفادې د طرحې، د څېړنیزو فارمونو د فعالیتونو، د مالي او بودیجې پر مسائلو د ولایتي سفرونو راپور وړاندې او په یادو برخو کې ننګونې او حل لارې شریک کړل.
دکرنې وزارت د دفتر رییس ملا حسین احمد خورشید له خوا ددې غونډې اړین موضوعاتو ولیکل شول او ټاکل شوې، چې د یادو موضوعاتو په اړه د وزارت د مشرتابه په کچه لازمې پرېکړې ووشي.


جلسه رهبری وزارت زراعت به منظور ارزیابی کارکردها دایر گردید
۲۱ جدی ۱۴۰۲ ه‍.ش
جلسه‌ رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی محمود مظلوم رئیس ریاست اراضی، روساء و متخصصان وزارت زراعت به منظور ارزیابی کارکرده‌ها و تهیه پلان‌های جدید دایر گردید.
در آغاز جلسه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت پیرامون توقعات دهقانان و مالدارن از وزارت زراعت سخن زده علاوه کرد"  توقع و امید مردم  از وزارت زراعت زیاد است تا برای شان کار و خدمت صورت گیرد، همه مسوولان وظیفه دارند که صادقانه، مخلصانه و با سعی تلاش زیاد کار نمایند تا در این ملک پیشرفت بیاید و نیازمندی‌های مردم هم برآورده شود".
بعد از آن مولوی بازمحمد فیضان پیرامون مسوولیت‌ها و مکلفیت روساء در کمیته‌ها صحبت نموده و از حاضران خواست گزارش فعالیت‌های خویش را   در زمان معین آن با رهبری وزارت زراعت شریک سازند تا رهبری وزارت در چارچوب آن تصامیم لازم را جهت رشد و انکشاف سکتور زراعت اتخاذ نماید.
در جریان جلسه روساء و متخصصان گزارش فعالیت‌های شان را در مورد تهیه طرح ایجاد کمپلکس‌های زراعت و مالداری، طرح استفاده موثر از زمین‌های کانال قوش‌تپه، فعالیت در فارم‌های تحقیقاتی، مسائل مالی و بودجه، گزارش سفرهای ولایتی معلومات ارائه نموده و چالش‌ها و راه حل‌ها را شریک نمودند.
موارد ضروری که نیاز به تصمیم رهبری دارد در این جلسه از سوی ملا حسین احمد خورشید رییس دفتر وزارت زراعت یاداشت گردید و قرار است  در مورد موضوعات ذکر شده در سطح رهبری وزارت تصمیم تصامیم لازم اتخاذ گردد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS