د پاراوټرنرانو په فراغت غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

user-admin
Thu, Jan 11 2024 9:11 AM
معین زراعت و مالداری در محفل فراغت پاراوترنران اشتراک کرد

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د نهو ولایتونو د هغو ۳۴ تنو پاراوټرنرانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ چې په پروان او هرات ولایتونو کې روزل شوي وو.
دغه روزنیز پروګرام د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په همکارۍ، د افغانستان د معیشت او ثبات د خدمتونو پروګرام له خوا د اروپايي ټولنې په مالي تمویل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همغږۍ دائره شوې وه.
په دې غونډه کې مولوی صدراعظم عثماني وویل: «دخوښۍ خبره ده، چې زموږ دهېواد ځوانان دخپل هېواد لپاره خدمت کوي، چې د هېواد د ابادۍ لامل کېږي، موږ له دغو پاراوټرنرانو څخه چې له لرو پرتو سیمو څخه په دې روزنیز پروګرام کې ګډون کړی، غواړو چې د هېواد مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي.»
 د کرنې وزارت د مالدارۍ او څارویو د روغتیا لوی رییس مفتي ذکرالله ذاکر هم د پاراوټرنرانو د کار د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: « د څارویو د واکسین په تطبیق، د درملو د وېش او د مالدارۍ په سکتور کې د پاراوټرنرانو فعالیتونه خورا اغېزمن دی، چې هم د څارویو د روغتیا او هم په اقتصادي برخه کې ګټور تمامېږی.»
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د هالنډ د کمیټې مرستیال ډاکټر فریدون شیرالله قیومي د یادې ادارې د کړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «په ۲۰۲۲ کال کې موږ په نهو ولایتونو کې پروژې درلودې، چې په هغو کې د وټرنرۍ خدمتونه، د څارویو د خوراکي توکو زېرمې جوړول،د څارویو کلینیکونو سره همکارۍ، د واکسین پلي کول او د خوراکي توکو او درملو وېش شامل دي.»
په دې غونډه کې دکابل ولايت دکرنې رييس، دپروان ولايت دکرنې رييس، دکابل پوهنتون استادانو، د حيواني روغتيا مسوولينو او زده کړیالانو برخه اخيستې وه، چې د غونډې په پاى کې پر دغو پاراوټرنرانو د وټرنرۍ یوشمېر توکي هم ووېشل شول.

معین زراعت و مالداری در محفل فراغت پاراوترنران اشتراک کرد
۲۰ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در محفل فراغت 34 تَن از پاراوترنران از نُه ولایت که در ولایت پروان و هرات آموزش دیده  بودند اشتراک نمود.
این برنامه آموزشی به همکاری کمیته هالند برای افغانستان، توسط پروگرام خدمات معیشت و ثبات افغانستان و تمویل اتحادیه اروپا و هماهنگی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دایر گردیده بود.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت در این محفل گفت:« جای خوشحالی است که جوانان کشور ما برای وطن خود خدمت می‌کنند که سبب آبادی کشور می‌گردد، ما می‌خواهیم که این پاراوترنران که از دورترین نقاط در این برنامه آموزشی اشتراک نموده اند مصدر خوب خدمت برای مالداران کشور گردند».
مفتی ذکرالله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت نیز پیرامون اهمیت کار پاراوترنران سخن زده گفت:« فعالیت وترنران در تطبیق واکسین بالای حیوانات، توزیع دوا و سکتور مالداری خیلی موثر است، که هم در صحت حیوانی و هم در اقتصاد مفید است".
 در همین حال داکتر فریدون شیرالله قیومی معاون کمیته هالند برای افغانستان در مورد کارکردهای نهاد متذکره صحبت کرد گفت:«در سال ۲۰۲۲ میلادی در نُه ولایت پروژه های داشتیم که شامل خدمات وترنری، ساخت ذخیره‌گاه خوراکه حیوانی، همکاری در کلینیک‌های حیوانی، تطبیق واکسین و توزیع مواد خوراکی و دوا برای مالداران می‌باشد».
در این محفل رییس زراعت ولایت کابل، رییس زراعت پروان، استادان پوهنتون کابل، مسوولین صحت حیوانی و شاگردان اشتراک نموده بودند، در اخیر این محفل بعضی لوازم وترنری برای این پاراوترنران نیز توزیع گردید.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS