د څلورو کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه د کرنې وزیر ته وړاندې شوه

mail-admin
Sat, Jan 06 2024 2:51 PM
د څلورو کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه د کرنې وزیر ته وړاندې شوه

۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رئیسانو او متخصصینو له خوا د څلورو کرنیزو، مالدارۍ، بڼوالۍ او ترویجې کمپلکسونو د جوړولو طرحه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ته وړاندې شوه.
د دغې طرخې پر بنسټ د افغانستان په څلورو زونونو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو د نویو میتودونو د دودولو په موخه د کرنې او مالدارۍ کمپلکسونه جوړېږي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت رئیسانو او کارپوهانو د دغې طرحې په اړه د کرنې وزیر ته هر اړخیز معلومات ورکړل او د هغې پر اهمیت او ارزښت یې خبرې وکړې.
د کرنې وزیر د یادې طرحې د بډاینې په موخه خپل نظریات شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې کرنیز کمپلکسونه دې د کروندګرو، مالدارانو او بڼوالو لپاره د روزنیزو مرکزونو په څېر وي ترڅو هغوی د کرنې او مالدارۍ له نویو لارو چارو سره بلد کړي.
له ډېروخبرو اترو وروسته دغه طرحه د کرنې د وزير له خوا تایید شوه او لارښوونه يې وکړه، چې د متخصصينو څلور ټيمونه دې د افغانستان څلورو زونونو ته سفر وکړي او ځمکې دې وټاکي، څو د عملي کار د پيل لپاره اقدام وشي.

طرح ایجاد چهار کمپلکس زراعتی برای وزیر زراعت ارائه گردید
۱۶ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
طرح ایجاد چهار کمپلکس زراعتی، مالداری، باغداری و ترویجی از سوی روساء و متخصصین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ترتیب گردیده، به مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری ارائه گردید.
 بر اساس این طرح کمپلکس‌های‌های زراعت و مالداری در چهار زون افغانستان به منظور ترویج روش‌های نوین زراعت، مالداری و آبیاری ساخته می‌شود.
در این جلسه  روساء و متخصصان وزارت زراعت در مورد طرح به وزیر زراعت معلومات همه جانبه داده و در مورد اهمیت و ارزش آن صحبت نمودند.
وزیر زراعت جهت غنامندی طرح متذکره نظریاتش را شریک ساخت و تاکید نمود تا کمپلکس‌های زراعتی باید به دهقانان، مالداران و باغداران مراکز آموزشی باشد که آن‌ها را به روش‌های معاصر روز زراعت و مالداری آشنا سازد.
 این طرح بعد از بحث‌های زیاد از طرف وزیر زراعت مورد تائید قرار گرفت و هدایت داد که چهار تیم از متخصصان به چهار زون افغانستان سفر نموده زمین آن‌ را انتخاب نمایند تا روی آغاز کار عملی آن اقدام صورت گیرد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS