بلخ ته د مالي او اداري مرستیال سفر:۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمېر پروژو پرانیستل او د بنسټ ډبرې اېښودل

content_admin
Wed, Sep 04 2019 3:51 PM
بلخ ته د مالي او اداري مرستیال سفر:۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمېر پروژو پرانیستل او د بنسټ ډبرې اېښودل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمېر پروژو د جوړولو د بنسټ ډبرې کېښود او ترڅنګ یې یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل. په دغو پروژو کې د اوبولګولو شبکې، کانالونه، د یوه څېړنیز فارم پرانسته، د ممیزخونو پرانیستل، پر مېرمنو د چرګانو روزنې فارمونو وېشل او پر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل شامل دي.
د کرنې وزارت مالي او داري مرستیال له اړونده پلاوي سره د بلخ ولایت دهدادي، نهرشاهي او خلم ولسوالیو ته د پروژو د پلي کولو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو په پار سفر وکړ. ښاغلي رفیعي په دې سفر کې د دهدادي په ولسوالۍ کې د ځنګوالۍ د یوې ټولنې د بنسټ ډبره کېښود او ددې ولسوالۍ د پستې د فارم د اوبولګولو سیسټم یې هم ګټې اخیستنې ته وسپارل. دغه راز د دهدادي په ولسوالۍ کې یې د للمي څېړنیز فارم د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره هم کېښود. په دهدادي ولسوالۍ کې د اوبولګولو د څلورو شبکو ګټې اخیستنې ته سپارل او اووه ممیزخونې ګټې اخیستنې ته سپارل په دې سفر کې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال فعالیتونه وه.

دغه راز په نهرشاهي ولسوالۍ کې مېرمنو لپاره د چرګانو روزنې د ۵۰ نیمه سوداګریزو فارمونو پرانیستل، په خلم ولسوالۍ کې پر ۱۰۷ بېوزله مېرمنو د چرګانو فارمونو وېشل، په دهدادي ولسوالۍ کې د لنګرخانې د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته سپارل او د بلخ ولایت د کرنې په ریاست کې پر بزګرانو د کرنیزو توکو وېش په بلخ ولایت کې د ښاغلي رفیعي نورې کړنې دي.

باید وویل شي، چې د کرنې وزارت سږکال بلخ ولایت ته څه باندې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه په پام کې نیولې ده، چې له دې بودیجې څخه پروژې د پلي کېدو په حال کې دي

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS