بټي کوټ کې پر نږدې ۸۰ نارینه او ښځینه کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوې
![بټي کوټ کې پر نږدې ۸۰ نارینه او ښځینه کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-08/67655957_2624632857561298_2749234473412329472_n.jpg)
۱۲ زمری ۱۳۹۸
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر ۷۶ نارینه او ښځینه بزګرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وايي؛ دغه وېشل شوي توکي، چې ټولیز ارزښت یې ۴۵۰ زره افغانۍ کیږي د بټي کوټ ولسوالۍ پر ۶۰ نارینه او ۱۶ ښځینه بزګرانو وېشل شوي دي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه له دغو مرستو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې ددغو توکو په ترلاسه کولو سره به د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.
د ننګرهار د کرنې رییس وایي له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګرانو ته په کورنیو باغچو کې د سبو او ترکاریو د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده.
له یادو مرستو څخه موخه په دې ولایت کې د بېوزلو مېرمنو ملاتړ او د بزګرو کورنیو د عوایدو زیاتول دي.