مولوی عطاءالله عمري د کرنې وزارت د سرپرست وزير په توګه معرفي شو

user-admin
Wed, Aug 24 2022 4:38 PM
مولوی عطاءالله عمري د کرنې وزارت د سرپرست وزير په توګه معرفي شو


۲ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د اميرالمؤمنين د فرمان پر اساس مولوی عطاء الله عمري د يوې برنامې په ترڅ کې، چې د اسلامي امارت چارواکو په کې شتون درلود د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست وزير په توګه نن رسما ددې وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
 په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې دکرنې په وزارت کې جوړه شوې وه مولوی عطاء الله عمري دکرنې سکټور په برخه کې خپل پلانونه او نظرونه تشريح کړل او دکرنې وزارت له کارکوونکو څخه يې وغوښتل، چې د پلانونو او نظرنونو په تحقق کې دې ورسره همکاري وکړي.
هغه وويل: "د بڼوالو او بزګرانو ملاتړ، د طبيعي سرچينو مديريت او دکرنيز اقتصاد د پياوړتيا په موخه برنامې او پلانونه په پام کې لرم چې په پلي کولو سره يې د افغانستان دکرنې سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځ ته کېږي".
ښاغلی عمري زياته کړه: "دکرنې وزارت برنامې تر ډېره په ترويجي، لوړ ارزښت لرونکو او اقتصادي بوټو پېژندنه، د سنتي محصولاتو پياوړتيا، د ځمکې پر تناسب د کرنيزو ټکنالوژيو پیژندل او ترويج د کوپراټيفونو د تقويت برنامې، کرنيز اقتصاد د بازارموندنې زمينې برابرولو سره ر صادرات تمرکز لري.
ښاغلی عمري دکرنې په سکټور کې خپله ژمنتيا بيان کړ او ويې ويل:" د اسلامي امارت لزوم ديد و چې زه دلته دکرنې وزير په توګه کار وکړم، موږ خپل بندګي هلې ځلې کوو ترڅو بزګرانو او مالدارانو ته چوپړتياوې وړاندې کړو، دکرنې متخصصينو، کارکوونکو او خپل کادر څخه مې هيله داده، چې چې  له موږ سره په اخلاص او صداقت کار وکړي".
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مخکني سرپرست مولوی عبد الرحمن راشد
دکرنې په وزارت کې د خپلو کړنو په هکله خبرې وکړې: "د اسلامي امارت د برياليتوب اصل اطاعت دی، په اسلامي امارت کې مقام او منصب مهم نه دی مهم خدمت دی، د افغانستان ډېری وګړي په مستقيم او غير مستقيمه توګه دکرنې، او مالدارۍ له لارې خپل لګښنونه پوره کوي، دکرنې وزارت ډېره مهمه برخه ده چې زه بزګرانو او مالدارانوته د چوپردړتياوو په وړاندې کولو کې نوی وزير مولوی عطاء الله عمري ته د عمل توفيق غواړم".
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل الباري فضلي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت يو کليدي وزارت وباله او ويې ويل" موږ د مولوی عبدالرحمن راشد په رهبرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې په بېلابېلو برخو کې کار کړي دي، چې له ډلې د طرزالعملونو جوړول، د دونر بکس جوړول، د ځنګلونو خوندي کول، په هلمند کې د کانال جوړول، د چکډمونو جوړول، د دولتي کرنيزو ځمکو د غصب مخنيوی،د قوشتيپې د کانال پيل، ملي او نړيوالو بنسټونو سره همغږي او موږ د خلکوستونزو ته درسېدنې او ولايتي سفرونو کې د مولوی عبدالرحمن راشد د وروستۍ يو کال دکړنې قدرداني کوو".
دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم دکرنې وزارت د مخکني وزير د کړنوڅخه د قدردانۍ ترڅنګ وويل: "موږ لکه څنکه چې د مخکني وزيرسره هر اړخيزې همکارۍ درلودل له نوي وزير سره به يې هم ولرو او د وزير له اوامرو اطاعت کوو دکرنې وزير داسې برنامې او پلانونه لري که پلي شي زموږ بزګران او مالداران له ستونزو خلاصېږي.".
مولوی عطاء الله عمري د فرياب په ولايت کې نړۍ ته سترګې پرانستي دي او په همدې ولايت کې يې ديني زده کړې پيل کړي دي هغه خپل جهادي خدمات  په ۲۰۰۳ ام کال کې د زابل ولايت د دايچوپان په ولسوالۍ کې پيل کړی دی او په بېلابېلو ولايتونو کې يې جهادي چوپړتياوې وړاندې کړي دي او د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د کمېسيون غړی، د فاریاب، سرپل، جوزجان ولايتونو والي د بادغيس مرستيال  والی  د الفتح قول اردو قومندان، او د دفاع وزارت مرستيال په توګه دندې ترسره کړي دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS