دلغمان علينګار کې د څارويو يوباب روغتيايي کلينيک او دڅارويو دخوړو ميل فابريکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Mon, Oct 04 2021 10:11 AM
دلغمان علينګار کې د څارويو يوباب روغتيايي کلينيک او دڅارويو دخوړو ميل فابريکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

۱۲ /تله/۱۴۰۰ هـ.ق
۲۶/صفرالمظفر/ ۱۴۴۳ هـ.ق
د ا.ا.ا دلغمان دکرنې رياست چارواکي وايي، چې ددې ولايت د علينګار ولسوالۍ د "او ناؤ" سيمې کوچيانو لپاره (افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د مالدارۍ پروګرام)  په کوچي ټولنه کې د مالدارۍ پروژې  D.C.A په مالي لګښت د څارويو يوباب روغتيايي کلينيک او دڅارويو دخوړو ميل فابريکې رغنيزې چارې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن د علینګار ولسوالۍ ولسوال قاری صاحب ذاهدالله، لغمان ولایت کې د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې د مالدارۍ پروګرام مسولینو، دکلي يوشمېر اوسیدونکو، مشرانو، ځوانانو اومالدارانو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د لغمان ولایت لپاره د هالینډ کمیټې د مالدارۍ پروګرام مسؤل ډاکټرحبیب الرحمن د یادې فابریکې اوکلینیک په هکله وویل: "په دې فابریکه کې به نهه ډوله مختلف مواد سره یوځای کېږي اوله هغې څخه به یومتوازنه حیواني خوراکه جوړېږی، ددې خوراکي په ورکولوسره به د کوچیانود مېږو اوپسونو د وزن په زیاتوالی اودنسل دژر تولید کې به ګټوره ثابته شي، او په راتلونکې کې به سالم اوصحتمندڅاروي ولري."
 هغه دغه راز د څارویو د روغتیایي کلینک په اړه زیاته کړه، چې په دې کلینک کې مجهز ډاکټر، دڅارویو روغتیایي درمل او د واکسین د زېرمتون اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د حبيب الرحمن په خبره  یاد کلینک سره به د کوچیانو دڅارویو روغتیایي ستونزه ختمه شي.
 د یادو مراسموپه لړ کې د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن په خپلو خبرو کې د لغمان ولایت لپاره د هالینډ کمیټې د مالدارۍ پروګرام له ټولو مسولینو څخه مننه وکړه، چې د لغمان ولایت کوچیانو د څارویو د روغتیا لپاره داسې پروګرامونه په کار اچوی، او د یادې موسیسې مسولینو ته یې د هرډول همکاریو ډاډ ورکړه. ده پخپلوخبرو کې زیاته کړه، چې د لغمان ولسونو  دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ په برخه کې هرډول ستونزې ته به  پروخت رسېدنه ووشي، او په راتلونکې کې به د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ سکټور د لاپراختیا لپاره دنورو پرمختایې برنامود راجلبولو اوتطبیق په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS